شاته

په کوټه کې د وسله والو په برید کې ٣٣ کسان وژل شوي دی

وسله والو کسانوپه کوټه کې د پاکستان د پولېسو د روزلو په مرکز برېد وکړ او ېو گڼ شمیر کسان ېې برمته کړل.د AP خبري اژانس رپورټ ورکړې چې ٣٣ د پولېسو محصلېن مړه او ١٠٦ زخمېان شوي دي.

عېني شاهدانو او حکومتي مامورانو ووېل چې د پوځ کوماندوگانو د پولېسو تربېوي مرکز محاصره کړاو دواړو خواو ترمنځ سختې ډزې تبادله شوي دی

اژانس فرانس پریس راپور ورکړی، چې د پاکستان امنیتې ځواکونو د وسله والو پر ضد پراخ عملیات پیل کړی.

ایسوسي ایټډ پریس خبري اژانس د راپور له مخي د بلوچستان د صوبایی حکومت ویاند نورا لحق کاکړ ویلې چې برید پروخت شاه خوا ٢٥٠ د پولیسو په رونیز مرکز دننه و، چې زیاتره ېې راخلاص کړل شوي دی.

د رایټرز خبري اژانس د راپور له مخی په دغه سیمه کې د شپې ١ بجه دری چاودنی هم شوي دی.

بلخوا د بلوچستان صوبي د کورنیو چارو وزیر سرفراز بگټي بیا ویلې چې ٢٠ کسه وژل شوي، دغه راز دوه ترهگر وژل شوي او ٢٠٠ د پولیسو زده کونکي آزاد کړل شوي دی.

د پاکستان د پوځ د ولسي اړیکو اداري بیا ویلې چې د ٥ څخه تر ٦ پوري ترهگرو په سریاب سړک د پولیسو په روزنیز مرکز برید کړی. د پاکستان امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي دي.

تر اوسه ددې دې د برید ذمه واري چا نه ده قبوله کړې.