شاته

خامنه يي: امریکا باید د اتومي تړون عملي کېدو لپاره بندیزونه ختم کړي 

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي وايي که امریکا غواړي ایران د اتوم د غني کولو په اړه له خپلو اقداماتو راوګرځي، واشنګټن باید په تهران ټول لګول شوي بندیزونه لېرې کړي.

ښاغلي خامنه یي د یکشنبې په ورځ فبروي ۷ (سلواغه ۱۹) په خپل ټویټر کې لیکلي دي: «ایران د ۲۰۱۵ کال د تړون ټولې ژمنې عملي کړي، امریکا او درې اروپايي هېوادونو ونکړې... که دوی غواړي چې ایران بېرته خپلو ژمنو ته ور وګرځي، د امریکا متحده ایالات باید تر هر څخه مخکې بندیزونه لېرې کړي.»

هغه لیکلي دي کله چې ایران ډاډه شو چې ټول بندیزونه لېرې شوي دي،‌ بیا به تړون ته په بشپړ ډول ور وګرځي.

رویټرز وايي‌ جوبایډن چې تېره میاشت د امریکا د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه، وویل که ایران د ۲۰۱۵ اتومي ‌تړون ته پوره وګرځي، واشنګټن به هم دا لار تعقیب کړي او له دې څخه به د یو بل لوی تړون لپاره ګټه پورته کړي چې ښايي د ایران د میزایلو جوړولو پروګرام او سیمه ییز فعالیتونه محدود کړي.

د امریکا مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ له ایران او د شپږو نورو زبرځواک هېوادونو سره له لاسلیک شوي‌ تړون څخه ووت او پر ایران یې له سره بندیزونه ولګول.

ایران هم په بدل کې له تړون څخه قدم په قدم شاته شو، خو ټېنګار کوي که واشنګټن بندیزونه لېرې کړل، دوی به بېرته خپلو ژمنو ته وګرځي.