شاته

عبدالله: قطر کې د طالبانو له تماسونو څخه خبر نه یم

د افغانستان اجرائیه رئیس، چې نن یې عربستان ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکول، په قطر کې د افغان حکومت او د طالبانو د استازو پر تماسونو بې‌خبري وښوده، خو ویې ویل چې عربستان د افغانستان د سولې په بهیر کې مهم رول لري.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د یکشنبې په ورځ د خبري کنفرانس پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې، چې تاسې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو تماسونو ته څومره خوشبیني لرئ؟ وویل، په دې اړه معلومات نه لري.

ښاغلي عبدالله وویل "په دوحه کې د تماسونو په اړه هغه څه چې په رپوټونو کې راغلي، زه خبر نه یم، له همدې امله نه غواړم چې په اړه یې خبرې وکړم".

د افغانستان اجرائیه رئیس په داسې حال کې د قطر په پلازمینې دوحه کې د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ پر تماسونو بې‌خبري ښیي، چې د روان کال په ستمبر او اکتوبر میاشتو کې د افغانستان د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزي او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو په تړاو رپوټونه ورکړل شوي دي.

د افغانستان جمهوري ریاست او د اجرائیه رئیس یو سلاکار تائید کړې ده، چې له افغان حکومت سره د طالبانو لوړ پوړو چارواکو اړیکې نیولي او د سولې د خبرو د پیل لپاره یې لیوالتیا ښودلې ده.

د سولې په بهیر کې د عربستان رول

همدا شان اجرائیه رئیس وویل، د سعودي عربستان له چارواکو سره د لیدو پر مهال، دغه هیواد په امنیتي، اقتصادي او په ځانګړې توګه د افغانستان د سولې په بهیر کې د همکاریو اعلان کړی دی.

د ښاغلي عبدالله پر وینا، عربستان کولی شي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې د سیمې په کچه مهم رول ولوبوي.

سعودي عربستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې پر پاکستان او یو شمیر نورو اسلامي هیوادونو د پام وړ اغیزه لري. له بلې خوا افغان حکومت تل پاکستان د تروریستي ډلو په ځانګړې توګه د وسله‌والو طالبانو په ملاتړ تورن کړی، خو اسلام‌آباد دا تورونه په کلکه رد کړي دي.

که څه هم د افغانستان اجرائیه رئیس په دې خبري غونډه کې د کوم هیواد نوم وانخیست خو ویې ویل " د سعودي عربستان هیواد پر هغه هیواد باندې اغیزې لري، چې هغه پر طالبانو باندې مستقیم اغیز لري، دا یوه ډیره روښانه مسله ده".

ښاغلي عبدالله د تروریزم پر وړاندې د سعودي عربستان د علماو د عالي شورا فتوا ته په اشارې وویل، دغه هیواد پخوا هم د سولې په تړاو او د تروریزم د له منځه وړلو په برخه کې فعالیتونه ترسره کړي دي.

افغان پلاوي سعودي عربستان ته د خپل سفر پر مهال د دغه هیواد چارواکو ته ډاډ ورکړی، چې د سیاسي هلو ځلو له لارې د افغانستان د کړکیچ د هوارولو غوښتونکي دي او ټینګار یې کړی چې تروریزم په مختلفو نومونو د ټولو هیوادونو لپاره یو ګواښ دی.

ښاغلي عبدالله د داعش ډله د افغانستان او عربستان لپاره د یو ګډ ګواښ په توګه یاد کړ او ویې ویل " د دغه ګواښ په اړه د نظر نږدوالی موجود دی، موږ په دې اړه خبرې وکړې، چې ډیره مرسته یې هم وکړه".

ټاکل شوې، چې د اسلامي نړۍ د لویو عالمانو په ګډون په سعودي عربستان کې د سولې او اعتدال تر نوم لاندې یو کنفرانس جوړ شي، چې د اجرائیه رئیس پر باور دغه کنفرانس به په سیمه کې د سولې په ټینګښت کې مرسته وکړي.

د سعودي عربستان چارواکو له افغان پلاوي سره په لیدنه کې ژمنه کړې، چې د افغانستان له غوښتنو سره سم به له دغه هیواد سره مرستې وکړي.

اوس د افغانستان حکومت پورې اړه لري، چې څه ډول په مختلفو برخو کې په ځانګړې توګه د سولې په بهیر کې د سعودي عربستان له مرستو څخه ګټه پورته کړي.