شاته

امريکا بايد د افغانستان نه د ټولو سرتيرو ويستل وځنډوي، کانګرس ته رپورټ

د امریکې ګانګرس ته په وړاندې کړی شوي يو رپورټ کې ویل شوي، چې بايد امریکا د افغانستان څخه د ټولو ځواکونو ويستلو د لومړۍ مې نېټه نوره وغځوي او په دې فشار راوړي چې د سولې په خبرو کې پرمختګ وشي، طالبان تشدد راکم کړي او د القاعده سره اړیکې ختمې کړي.

د رويټرز ترمخه د افغانستان مطالعاتي ډلې د شورو/ چارشنبې په ورځ (درېمه فرورۍ) کانګرس ته په وړاندې کړي رپورټ کې ویلي، واشنګټن بايد د سولې بهير پرې نه ږدي. خو د کال 2020م د امریکا او طالبانو ترمنځ لوظنامې شرطونه به د مې د لومړۍ پورې پوره نه شي.

په رپورټ کې ویل شوي د ټولو امریکايي ځواکونو وتل به د کورنيو جګړو، د سيمې د بې ثباتۍ او القاعده د بيا خطرې سبب وګرځي.

په رپورټ کې دا هم ویل شوي چې امریکا بايد طالبانو ته ساده ګټه ور نه کړي. په رپورټ کې د ټرمپ په انتظاميه هم ټکونه شوي چې د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې په ختمولو کې يې د تندلارو سره ډېر سره منلي دي.

کانګرس چې دغه ډله جوړه کړې شريکه مشري يې د ګډو ځواکونو پخواني مشر (ریټايرډ) مېرين جنرل جوزف ډنفورډ او پخواني ريپبلکن سېنېټر کيلی ايوټ کوله.

ډنفورډ خبريالانو ته ویلي، دغه رپورټ د صدر جو بايډن د همکارانو او د افغانستان د سولې دپاره د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره شريک کړی شوی دی، او هغه ورته ګټور ويلي دي.

د امریکا د بهرنيو چارو د وزارت وياند نېډ پرايس ویلي د بايډن انتظاميه پلان لري چې د سولې د عمل ملاتړ وکړي، او زياته کړې يې ده د طالبانو د القاعده سره د اړیکو قطع کولو، د تشدد کمولو او سولې د خبرو د روانولو ژمنې ته هم ګوري.

پخواني صدر ډانلډ ټرمپ تيره مياشت امر کړی ؤ چې په افغانستان کې دې امریکايي سرتيري 2500 ته راکم کړی شي، باوجود د دې چې تشدد سېوا وو.

امریکايي چارواکي تور لګوی چې طالبان اوس هم د القاعده سره اړيکې ساتي او بېن الافغاني خبرې ځنډېدلي دي. طالبان وايي د القاعده جنګيالي په افغانستان کې نشته او داسې اشاره يې ورکړې که د مې د لومړۍ نه وروسته بهرني ځواکونه پاتې کيږي دوی به پرې بيرته حملې پېل کړي.

په ياد رپورټ کې ویل شوي چې د امریکا د ګټو او د سولې د خبرو د ټولو اهدافو ترلاسه کولو دپاره به د مې ټاکلې نېټه غځول وي او په رپورټ کې غوښتنه شوې چې امریکا دې په دغه لړ کې د سيمې د ملاتړ دپاره فشار واچوي.

ويل شوي د مې د ټاکل شوې مودې غځول به د بايډن انتظاميې ته وخت ورکړي چې پاليسۍ ته بيا کتنه وکړي.

امریکا د کال 2020 په فرورۍ کې د طالبانو سره توافقنامه لاسليک کړې چې پکې ويل شوي امریکا به د افغانستان نه ځواکونه اوباسي او طالبان به د القاعده او نورو تندلارو ډلو سره اړيکې ختموي.