شاته

ارګ: اردوغان ویلي طالبان باید له جګړې لاس واخلي

د ترکيې ولسمشر ر جب طیب اردوغان ویلي چې وسله وال طالبان باید له تاوتریخوالي لاس واخلي او سیاسي حل لاره دې اختیار کړي.

د ارګ د اعلامیه له مخې اردوغان دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ له ولسمشر غني سره د تلیفوني خبرو پرمهال کړي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې اردوغان د طالبانو له لوري د روان تاوتریخوالي او هدفي وژنو په اړه اندېښنه څرګند کړې او پر اوربند یې ټینګار کړی.

بیان وايي چې دواړو لورو د افغان سولې بهیر د وروستیو پرمختګونو او په دې پروسه کې د سیمه ییزې اجماع رامنځته کولو کې یې د سیمې د پیاوړي اسلامي هیواد په توګه د ترکیې رول مهم بللی.

د ارګ د اعلامیې له مخې رجب طیب اردوغان ولسمشر غني ته د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو، معارف او زېربنايي برنامو په برخو کې د لا ډېرې همکارۍ ډاډ ورکړ.

دواړو لورو هوکړه کړې چې د سولې پروسه کې به د همکارۍ په موخه په نژدې راتلونکي کې د ترکیې په نوښت د افغانستان، پاکستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزه غونډه جوړه شي او همدارنګه به د افغانستان د سولې په تړاو د افغانستان او ترکيې علماو ګډ کنفرانس هم جوړ شي.

ولسمشر غني د افغانستان او ترکیې د هغې دوه اړخیزې هوکړې هرکلی کړی چې په پایله کې به یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه په کال کې ۵۰۰ میلیون ډالرو ته ورسېږي.

د ترکیې ولسمشر پر داسې مهال له ولسمشر غني سره د افغان سولې بهیر په اړه خبرې کړي چې دا مهال په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالب استازو ترمنځ دوهم پړاو مذاکراتو پیلېدو سره د چارواکو په وینا تاوتریخوالی زیات شوی دی.

تیره ورځ اروپايي ټولنې په یوې ګډې اعلامیې کې د وروستي تاوتریخوالي مسؤلیت پر طالبانو ور واچوی، خو وسله والو طالبانو نن دوشنبه په یوې اعلامیې کې د اروپايي ټولنې اعلامیه رد کړې ده.

په افغانستان کې د تاوتریخوالي په تازه پېښو کې نن دوشنبه فبروري ۱ (سلواغې ۱۳) په کابل کې په دوو چاودنو کې دوه تنه وژل شوي او یو بل ته ټپي شوی دی.

د روغتیا وزارت د ویاند مرستیال نور الله تره کي امریکا غږ ته وویل چې یاد مړي او ټپیان د عدلي طب روغتون ته وروړل شوي دي.

په کابل کې نن دوشنبه د چسپکي ماین یوه چاودنه د سولې په چارو کې د دولت وزارت د فتر د رئیس خشنود نبي زاده پر موټر شوې، خو ویل کیږي چې نوموړي ته پکې زیان نه دی رسېدلی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ یا یوناما په کابل کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت پر یوه چارواکي نننۍ چاودنه غندلې ده.

تر اوسه د کابل د نننیو چاودنو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.