شاته

صالح د «سولې مشارکتي حکومت د طرحې» جزیات په ډاګه کړل

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، په دې وروستیو کې له یو مبهم او بې نښې ادرس څخه د «سولې لار او د سولې مشارکتي حکومت طرحه» تر لاسه کړې ده.

امرالله صالح نن دوشنبه فبرورۍ ۱ (سلواغې ۱۳) پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې یاده طرحه یې تر نظر تیره کړې او هغه یې د هیواد د «بربادۍ» طرحه بللې ده.

نوموړي په دې اړه ویلي: "په دې ورځو کې په ټولنه کې یوه ليکنه لاس په لاس کېږي چې له مبهم او بې نښې آدرس څخه خپره شوې ده او د سولې لار او د سولې مشارکتي حکومت نوم ورکړل شوی دی. ما دغه ليکنه چې د ترهګرو لپاره د لابي بوی ترې پورته کېږي، ولوستله."

هغه ویلي چې دغه طرحه د افغانستان د کمزوري کولو او تفرقې د رامنځته کولو له پروژې پرته بل څه نه ده او وايي د منلو ورته نه ده.

نوموړي زیاته کړې چې یاده طرحه نوييمې ميلادي لسيزې ته د بېرته تګ په معنا ده چې په وینا یې هغه څه چې د پاکستان پوځ يې په هغه وخت کې پلان جوړ کړی و.

نوموړي زیاته کړې چې په یاده طرحه کې د ولسمشر اختیارات او صلاحیتونه کم شوې دي

"دا طرحه کابل له هیڅ سره برابروي او جمهور رئيس به د دوی په اند يو مصلح او خير غوښتونکی، بې مټو او بې واکه مقام وي چې د دولتي چارو د ترسره کولو لپاره به د دواړو لوريو ترمنځ منځګړيتوب کوي."

"; //parse XFBML, because it is not nativelly working onload if (!fbParse()) { var c = 0, FBParseTimer = window.setInterval(function () { c++; if (fbParse()) clearInterval(FBParseTimer); if (c === 20) { //5s max thisSnippet.innerHTML = "Facebook API failed to initialize."; clearInterval(FBParseTimer); } }, 250); } } }; thisSnippet.className = "facebookSnippetProcessed"; if (d.readyState === "uninitialized" || d.readyState === "loading") window.addEventListener("load", render); else //liveblog, ajax render(); })(document);

د جمهوري ریاست لومړي مرستیال ویلي چې په دې لیکنه کې خلک د انتخاب حق له لاسه ورکوي او په خبره یې استخباراتي ادارې به اشخاص ټاکي.

صالح همدارنګه پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي: "زه باور لرم چې د افغانستان خلک به د تل په څېر د خپلې خاورې د عزت د خوندي ساتلو لپاره دغه استخباراتي نسخه باطله کړي، د افغانستان اسلامي جمهوریت د هېواد د اساسي قانون له زړه راوتلی او ساتنه یې کوي. دا لیکنه د داخلي او بهرني امنیت پر وړاندې د ګواښ له یوې نسخې پرته بل څه نه ده."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د قطر دفتر مرستیال او د طالبانو د سولې د مذاکراتي ټېم غړي شیرمحمد عباس ستانکزي د تیرې جمعې په ورځ په مسکو کې خبریالانو ته وویل: "که نن ورځ اشرف غني له جګړې څخه لاس واخلي او و وايي چې استعفا کوم او د سولې لپاره قرباني ورکوم، موږ هم د یو نوي حکومت لپاره خبرو ته چمتو یو... په همدې خاطر هم مذاکرات کوو."

عباس ستانکزي اوسنی افغان حکومت د سولې په وړاندې «یوازینی خنډ» بللی و.

تیره ورځ د افغانستان د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني هم وویل چې د لنډ مهاله حکومت طرحه یې تر لاسه کړي، خو زیاته کړه چې ځينې ستونزې لرلې.

بلخوا د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي پلاوي یوه غړي رسول طالب پرون یکشنبه وویل چې تر دا مهاله یې د خبرو پر مېز د طالبانو لخوا د لنډ مهاله حکومت خبر نه ده رامنځته شوې.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني‌ هم ویلي چې په افغانستان کې د موقت حکومت رامنځ کېدل به د وینې بهېدو لامل شي.