شاته

د امریکا سفارت د سولې وزارت د دفتر پر رئیس چاودنه وغندله

په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو شارژدافیر او یوناما د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت د دفتر پر رئیس نننۍ چاودنه غندلې ده.

د امنیتي چارواکو په وینا د سولې په چارو کې د دولت وزارت د دفتر د رئیس خشنود نبي زاده پر موټر نن دوشنبه فبرورۍ ۱ (سلواغې ‍۱۳) د کابل ښار په لسمه ناحیه (شهید څلور لاره) کې د چسپکي ماین چاودنه وشوه.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ویلي چې په دغه چاونه کې چاته زیان نه دی رسېدلی.

په کابل کې د امریکا شارژدافیر راس ویلسن د خشنود نبي زاده پر موټر نننۍ چاودنه غندلې او خوښي یې ښودلې چې هغه له دغه برید څخه روغ وتلی دی.

نوموړي زیاته کړې چې یاده چاودنه تر هغه وروسته کیږي کله چې تیره ورځ په کابل کې بهرنیو سفارتونو په یوې ګډې اعلامیې کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي بندولو ترڅنګ د هدفي بریدونو بندېدو غوښتنه وکړه: "دا زموږ هیلې او توقع ته حیرانونکی ځواب ښکاري،دا ډول تاوتریخوالی او ویجاړتیا باید پای ته ورسیږي."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ یا یوناما هم پر خنشود نبي زاده چاودنه غندلې او هغه یې د سولې پر پروسې برید بللی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ یا یوناما د سولې خبرو مخته وړلو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم دا چاودنه غندلې ده، د یادې شورا په اعلامیه کې راغلي:"دغه تروریستي پېښه په کلکه غندم، په ملکي کسانو او په ځانګړي ډول پر هغو، چې د سولې د ټنګښت او جګړې د ختمېدو په برخه کې کار کوي داسې بریدونه د توجیه وړ ندي او نه بښونکی جنایت دی.د هدفي وژنو زیاتېدل، د ملکي کسانو ، د رسنیو د غړو او مدني فعالانو هدف ګرځول هیڅ ډله خپلې موخې ته نشي رسولی."

تر دا مهاله د دغه چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت هم د یادې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.