شاته

ټرمپ د استیضاح تر محکمې مخکې نوي مدافع وکیلان وګمارل

د امریکا د متحدو ایالتونو مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ په سنا کې د خپلې استیضاح د محکمې لپاره دوه نوي مدافع وکیلان وټاکل.

د ښاغلي ټرمپ د دفتر په اعلامیې کې ویل شوي دي چې د تلویزیون حقوقي مبصر ډیویډ شوین او د پنسلوانیا د ولسوالۍ پخوانی څارنوال بروس کاستر د هغه نوي مدافع وکیلان دي.

د ښاغلي ټرمپ د استیضاح محکمه به بله اونۍ پیلیږي. د هغه د دفتر په اعلامیې کې د دغو مدافع وکیلانو له خولې لیکل شوي دي چې هغوی په خوشحالۍ سره دا دنده منلې ده.

ښاغلي کاسترو ویلي دي: «زموږ د اساسي قانون قوت به یو ځل بیا داسې ازمایل کیږي چې تر دې مخکې زموږ په تاریخ کې داسې نه و شوی. اساسي قانون ډېر قوي او غښتلی دی. دا یو پخوانی سند دی چې یو ځل بیا او د تل په څېر به په تعصب برلاسی شي.»

څو ورځې مخکې د ښاغلي ټرمپ دوو نورو مدافع وکیلانو بوچ بویرز او دیبورا باربیر اعلان وکړ چې دا قضیه مخې ته نه وړي.

راپورونه وايي چې د دوی او ښاغلي ټرمپ ترمنځ د قضیې په څرنګوالي باندې د نظر اختلاف پیدا شوی و چې یو په کې په انتخاباتو کې د تقلب ادعا وه چې ښاغلی ټرمپ پرې ټېنګار کاوه.

د جنورۍ په شپږمه نېټه د ښاغلي ټرمپ یو شمېر مظاهره کوونکو پلویانو د کانګرس پر ودانۍ برید وکړ، ټرمپ د دغه «بغاوت په پارولو» تورن دی.

د ښاغلي ټرمپ د استیضاح محکمه به په سنا کې بله اونۍ پیلیږي.

د امریکا د سنا ۱۰۰ غړي دي او که دوه په درې برخې یې پرې شاهدي ورکړه، محکوم کیږي. د دموکرات ګوند د غړو تر څنګ باید د جمهوریت غوښتونکو ګوند ۱۷ غړي هم شاهدي ‌ورکړي چې هغه محکوم شي.

دونالډ ټرمپ د امریکا په تاریخ کې لومړی ولسمشر و چې دوه ځلې استیضاح کیږي.