شاته

رسول طالب: د لنډ مهاله حکومت بحثونه رسمي نه، بلکې تبلیغات دي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوی وايي، د طالبانو مذاکراتي پلاوي د مذاکراتو پر مېز د لنډ مهاله حکومت موضوع نه ده مطرح کړې او وايي که یې له مذاکراتو بهر مطرح کړې وي، تبلغاتي جنبه لري.

د دغه پلاوي یوه غړي رسول طالب د یکشنبې په ورځ جنورۍ ۳۱( سلواغې۱۲) په یوه انلاین خبري ناسته کې وویل چې په اوسنیو شرایطو کې د لنډ مهاله حکومت بحث نه دی.

هغه زیاته کړه:"که چیري طالبان د ویلو څه نه لري خبرو ته وړاندې شي او خبرې رسمي مطرح کړي.د هغه نه به غیر ستانکزی د خبرو پر مېز غیر حاضر دی، ولې په مسکو کې ادعاوې مطرح کړي چې تر ډيره د عامه افکارو د انحراف لپاره دي."

د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوي دغه غړي وویل چې د بین الافغاني مذاکرات بهیر تر دا مهاله په ټپه نه دی درېدلی، خو په وینا یې وقفه پکې رامنځته شوې چې په وینا یې مسؤل یې طالبان دي.

یاد پلاوی ټینګار کوي چې د افغانستان د ستونزې هواري لپاره رامنځته شوی فرصت باید له لاسه ورنه کړل شي.

رسول طالب همدارنګه وویل چې د لنډ مهاله حکومت په اړه بحثونه تر دا مهاله کوم بهرني هیواد هم په رسمي ډول نه دي مطرح کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د قطر دفتر مرستیال او د طالبانو د سولې د مذاکراتي ټېم غړي شیرمحمد عباس ستانکزي د تیرې جمعې په ورځ په مسکو کې خبریالانو ته وویل:"که نن ورځ اشرف غني له جګړې څخه لاس واخلي او و وايي چې استعفا کوم او د سولې لپاره قرباني ورکوم، موږ هم د یو نوي حکومت لپاره خبرو ته چمتو یو... په همدې خاطر هم مذاکرات کوو."

عباس ستانکزي اوسنی افغان حکومت د سولې په وړاندې «یوازینی خنډ» بللی و.

همدارنګه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي پلاوي یوې بلې غړې شریفه زرمتۍ هم د عباس ستانکزي څرګندونو ته په غبرګون کې وویل چې د نورو هیوادونو په استازیتوب د طالب استازو څرګندونې دوی ته هیڅ اهمیت نه لري او ولسمشر غني د خلکو په رایه واک ته رسېدلی دی.

نوموړې زیاته کړه: "که چیري د خبرو پر مېز داسې بحثونه وکړو، موږ نشو کولای چې د هیواد د ملي مسائلو په اړ تصمیم ونیسو،موږ مشران او خلک لرو چې کېدایسي له هغوی سره خبرې وکړو، د مصالحې عالي شورا او دولت په دې برخه کې تصمیم نیولای شي."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني‌ هم ویلي چې په افغانستان کې د موقت حکومت رامنځ کېدل به د وینې بهېدو لامل شي.