شاته

دبلوچستان حکومت:افغانستان سره په پوله دازغن تار لګولو دستونزې هواري دپاره غوره ګامونه اخلو

دبلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزیر ښاغلی ضیاء لانګو وایي د افغانستان اؤ پاکستان په ګډه پوله د ازغن تار لګولو دستونزې هوارې دپاره دبلوچستان حکومت افغان دولت سره دچارو په ښه ډول پرمخ وړلو دپاره ګامونه اخلي.

دنهې په ورځ کوټه کې د لوړې پائ د یوې غونډې د مشرۍ په مهال ضیاء لانګو ویلي په پوله د ازغن تار لګولو په اړوند دقبائیلي مشرانو رایې اخستل شوې اؤ د هغوئ د خوښې په اساس دبلوچستان حکومت غواړي دغه معامله افغان دولت سره په ښه توګه مخ په وړاندې یوسې.

دپاکستان د دولتي خبري شبکې ای پي پي له مخې په دې غونده کې د صوبې دعمومي سکتر مرستیال حافظ عبدالباسط اؤ په چمن کې دملیشه ځواکونو چارواکو دغونډې برخه والو ته په پاک افغان پوله د ازغن تار لګول کیدو په اړوند احوال تیر کړی اؤ ورته یې ویلي چې دمرکزي حکومت په تابیا بلوچستان صوبه کې دامنیتي وضعې قابو ساتلو اؤ په پوله د ترهګرو د فعالیتونو دمخنیوي دپاره د ازغن تار لګولو کار دوام لري.

پاکستان کال 2017 کې د افغانستان سره په ګډه پوله د ازغن تار په لګولو کار پېل کړی ؤ خو تیرکال بلوچستان کې ددې تار دغځولو په مهال د پاکستاني اؤ افغان ځواکونو ترمنځ سختې نښتې شوې وې اؤ افغان چارواکو تور لګولی ؤ چې پاکستان دافغانستان زمکې هم ددې تار لاندې راوستي دي.

تیره اوونۍ کراچۍ کې میډیا سره خبرو کې د کورنیو چارو د وزیر شیخ رشید احمد ویلي وؤ دافغانستان اؤ پاکستان په ګډه پوله د ازغن تار لګولو عمل 90 فیصدي سرته رسیدلی دی اؤ دا عمل به سږکال سرته ورسیږي.

دافغانستان حکومت اؤ اولس په پوله د ازغن تار لګولو سره مخالفت ښایي اؤ څو وارې افغان چارواکو ویلي چې د وخت په راتلو سره به افغانان دپاکستان لخوا په پوله جوړیدونکي کټارې ور ونړوي خو پاکستان دریځ لري چې دا تار په پوله دترهګرو د اوښتو، را اوښتو مخنیوي دپاره لګوي.

په داسې حال کې چې شیخ رشید وایي په پوله د ازغن تار 90 فیصده کار سرته رسیدلی تیره اوونۍ په پخوانیو قبائیلي سیمو کې په امنیت اؤ پرمختیا دکارکوونکې غیر دولتي موسیسې فاټا ریسرچ سنټر منصور خان وي او ای ډیوه سره خبرو کې ویلي وؤ چې دکال 2019په پرتله کال 2020 کې په پخوانيو قبایلي سیمو کې د تشدد کچه 27 فيصدى سېوا شوې ده.