شاته

د کرېمه بلوڅ  “کابو کړې شوې جنازه”  

په بهر هیوادونو کې مېشتو بلوڅ ملت پالانو او د بشري حقونو لپاره کارکونکو ویلي دي د پاکستان امنیتي ځواکونو د کرېمې بلوڅ جنازه هم کنټرول “کابو” ساتله، د فعالینو په خیال د پاکستان ځواکونو د کرېمې بلوڅ د جنازې او ګور ته ورسپارلو د مراسمو په وخت هم د بلوڅانو زړونه ازارولي دي.

د هیومن رایټس کونسل اف بلوچستان مرستیال مشر لطیف جوهر بلوڅ وي او ای ډیوه ته د واټس اپ د لارې په لېږلي ځواب کې وویل امنیتي ځواکونو د کرېمې بلوڅ د مړي لیدلو ته هم څوک نه پرېښودل:

“ښځو او ماشومانو د هغې جنازه وکړله” هغه وویل، دويي د مړي نه هم ویرېدل.

له پاکستانه خبریالانو ویلي دي په کنېډا کې په مشکوکه توګه د مړې شوې بلوڅ فعالې کرېمې بلوڅ جنازه او ګور ته سپارلو مراسمو ته د پاکستان امنیتي ځواکونو څوک نه ورپرېښودل.

په تربت سیمه کې یو خبریال د نوم نه ښودلو په شرط ډیوه ته وویل:

“ ضلعي حکومتي چارواکي،له تېرې شپې راهيسې پوليس او د امنيتي ځواکونو سرتيري پر قبرستان شاه وخوا ولاړ وو، موږ ډېر کوښښ وکړلو چي هلته د هغې جنازې ته ورشو خو تمپ سيمې ته د تللو ټولې لارې تړل شوې”

د پاکستان امنیتي ځواکونو یا حکومتي چارواکو نه ده په ډاګه کړې دويي د کرېمې په جنازه کې څوک ګډون ته ولې نه پرېښودل.

په سیمه کې د ډیوه خبریالانو د متعلقه چارواکو سره رابطې کړي خو چا هم ددغه سوالونو ځواب نه دی ورکړې چې د کریمې په جنازه کې ګډون کونکي ولې په چیک پوستو ودرول شوي وو.

په کنیډا کې مېشت د کرېمې بلوڅ ورور سمیر مهراب په ټویټر لیکلي دي په تمپ سیمه کې ېې د خپلوانو سره هیڅ قسمه رابطه نه ده شوې:

"تمپ د پاکستان د ځواکونو په مکمله ولقه کې دی، زه نه یم خبر چې زما د کورنۍ غړي اغوا شوي کنه نیول شوي دي، د ټلیفون ټولې لارې تړل شوي دي"

لطیف جوهر وویل ادارو نه خو د کرېمې جنازې ته څوک پرېښودل او نه وس څوک د غایبانه جنازې مراسمو ته پرېږدي:

"پولیس لګیا دي هغه خلک هم نیسي څوک چې د هغې د جنازې غایبانه لومنځ ادا کول غواړي"

د لطیف تر مخه عسکرو د کرېمې خواښې هم د هغې جنازې ته نه پرېښودلې لطیف بلوڅ په خپله ټویټر پاڼه یوه ویډیو خپره کړې او ورسره لیکي:

"د کرېمې بلوڅ خواښې وايي د پاکستان امنیتي ځواکونو دا د خپلې اینګور جنازې ته پرې نه ښودله، هغې په ګېنټو ګېنټو په پښو سفر وکړو، د چیک پوستو نه په بدلو لارو لاړه او تمپ ته ورسېدله"

سمیر مهراب په یو بل ټویټ کې د خپلې خور د جنازې د کټ هغه عکس ورکړی چې پکې لیدل کیږي د کرېمې جنازه څلورو ښځو پورته کړېده.

په نیو یارک کې مېشتې د بشري حقونو پښتنې فعالې ګلالۍ اسماعیل هم دغه عکس ته په خپل غبرګون کې لیکلي دي:

“دا د ښځو طاقت ښايي چې د کرېمې جنازه وړي خو زه غصه یم چې پوځ دا فیصله کوله چې جنازه به څوک اوچتوي”

د کريمه بلوڅ خاوند حمل حيدر پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي چې د کريمې بلوڅ له وصيت سره يې سم د هغې مړی د هغې پلرني وطن تمپ ته ليږلی.
د کرېمې بلوڅ په کنېډا کې د مشکوکه مړېنې ورستو په امریکه، کنېډا او اروپا کې یو شمېر تنظیمونو په بیانونو او احتجاجونو کې د پاکستان په اسخباراتي ادارو تور پورې کولو چې ګوندې کریمه یې وژلې.

خو د کنېډا پولیسو ویلي د کريمې په مرګ کې د جرم کوم څرک نه ښکاري.

د ټورنټو پولیسو په 23م دسمبر د لومړنیو پلټنو په اړه په ټویټر لیکلي ؤ :
"افسرانو دا یوه غیرمجرمانه مړینه ګڼلې او د وژنې څه شک نه شته. موږ یې کورنۍ ته معلومات ورکړي دي".

کريمه بلوچ د 2020م کال د دسمبر پر 20مه د کېنېډا په ټورنټو ښار کې په مشکوکه توګه مړه شوې وه.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-