شاته

کرونا سره مبارزه؛ اروپايي ټولنه افغانستان سره د ۳۵ میلیونه یورو مرسته کوي

اروپايي ټولنې له کرونا ویروس سره د مبارزې په هدف له افغانستان سره د ۳۵ میلیون یورو مرستې اعلان وکړ.

اروپايي ټولنې نن سه شنبه جنورۍ ۲۶ ( سلواغه اومه) په یوې اعلامیې کې ویلي چې یادې مرستې به تر هغو کسانو ورسیږي چې له کرونا ویروس څخه ډير اغېزمن دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې په یادې مرستې سره به د کرونا ویروس له امله رامنځته شوې ټولنیزي او اقتصادي ستونزې را کمي شي.

یادې ټولنې ویلي افغانستان چې له لسګونو کلونو له جګړې څخه کړیږي د کرونا ویروس خپرېدو پکې وضعیت نور هم خراب کړی دی.

په اعلامیه کې په کابل کې د اروپايي ټولنې د سفیر اندریاس فون برانت له قوله ویل شوي: "اروپايي ټولنه د خپلو شریکانو او افغانستان د خلکو سره په همغږۍ په نظر کې لري چې د هغو کسانو ملاتړ وکړي چې له دغه ناروغۍ څخه ډير اغېزمن دي، درې پروژې چې ټاکل شوې نن عملي شي په دې برخه کې به ډيره مرسته وشي."

اروپايي ټولنې ویلي چې دغه ۳۵ میلیونه یورو به په افغانستان کې په درې پروژو کې د روغتیا نړیوال سازمان، یونسیف او اغا خان بنسټ لخوا د کرونا ټیسټ او ناروغانو درملنې، په کرونا د اخته کېدو څخه مخنیوي، په دغه برخه کې د عامه پوهاوي او اړوند خطرونو څخه د مخنیوي په برخه کې ولګول شي.

په نړۍ کې د کرونا وبا تر رامنځته کېدو وروسته اروپايي ټولنې د دغې ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې تر دامهاله له افغانستان سره ۱۴۷میلیونه یورو مرسته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله تر دا مهاله څه باندې ۵۴ زره تنه په دغه نارغۍ اخته شوي، څه باندې ۲زره تنه ورڅخه مړه شوي او شااوخوا ۴۷زره کسان بیرته ورڅخه روغ شوي دي.