شاته

الېکسي نوالني د نیول کیدو پرضد مظاهرو په مهال زرګونو کسان نیول شوي 

په روس کې حکومت مخالفه سیاسي مشر الېکسي نوالني د نیول کیدو پرضد د خالي/ شنبې په ورځ د هغه زرګونو پلویانو د مظاهره وروسته نیول شوي. د دغه مظاهرو وړاندی چارواکو خبرداری ورکړی وو چې که چا پدغه مظاهرو کې ګډون وکړو نو د پولیسو لخوا به نیول کیږي خو مظاهرچیانو دغه حکومتي خبرداری د پامه غورځولی.

د مظاهرو غږ تیره اونۍ د اپوزېشن مشر الېکسي نوالني د نیوال کیدو وروسته شوی وو. کله چې ناوالني د جرمني نه روس ته راستون شو او په هوايي ډګر ونیول شو. الېکسي ته په اګست کې زهر ورکړل شوي وو او هغه جرمني ته د علاج لپاره تللی وو.


په روس کې د معلوماتو یوې ډلې انډیپېنډنټ مانېټرنګ ګروپ او وي ډي انفو د رپورټونو تر مخه د خالي په شپه په ګرد روس کې ۳۲۰۰ کسان نیول شوي چې پکې د نوالني‌ مېرمن یولیا نوالنایا او د هغې سلاحکار، سیاست مدار لوبو سوبول او په درځنو خبریالان هم نیول شوي.

یولیا نوالنایا د خپل نیول کیدو پخلی په انسټاګران په یو پوسټ کې کړی، په دغه پوسټ کې هغه د پولیسو په یو وېن کې لیدل کیږي او په بد عکس اخستو بخښنه هم غواړي. په دغه پوسټ کې یولیا وړاندې لیکلي ٫٫ د خراب عکس اخستو په سر بخښنه غواړم، دې ګاډي کې رڼا بده ده.٬٬

د نوالني په زرګونو پلویانو د خالي په ورځ د روس د ۶۰ نه زیاتو ښارونو کې لوې مظاهرې کړي او کریملن نه یې د الېکسي د زر تر زره خوشي کولو غوښتنه کړې. مظاهرچیانو د پولیسو لخوا د مظاهرو د ناکامولو لپاره لګول شوي بندیزونه مات کړي او دغه یې غیر قانوني ګرځولي.

په سرښار ماسکو کې بیا په زرګونو مظاهرچیانو چې ماسکونه یې په مخ کړي‌ وو، د ښار په مرکزي پشکن څلور لارې یا چوک کې راغونډ شوي وو او د ٫٫ الېکسي الېکسي٬٬ او ٫٫هغه خوشی کړۍ٬٬، نعرې یې وهلې.

دغه مظاهرچیانو د ناوالني لپاره ازادي او ځه نه ویریږم شعارونه هم نیولی وو. یو ۵۵ کلن مظاهره کونکي وي او ای ته ویلي ٫٫ که دوي ما نیسي نو ښه ده، ځه به یوه ورځ دوه کار نه کومه.٬٬ دغه تن وړاندې ویلي چې زه دلته د خپلو بچو د راتلونکي د سوچ په خاطر راغلی یمه. ځکه زمونږ په هیواد کې چې نن سبا څه روان دي دا زما نه دي خوښ.٬٬

په مظاهرچیانو کې ګڼ بیا د شلو کالو یا تنکي ځوانان او پېغلې وې. دغه حقیقت حکومتي چارواکي بیا د نوالني پرضد هم کاروي او پرې تور لګوي چې هغه تنکي ځوانان او جینکۍ بدو لارو ته اړوي. په مظاهره کې برخه اخستونکې یوې ۲۴ کلنې پېغلې په مظاهرو کې د برخه اخستو په اړه ویلي ٫٫ ما په خپل ټول ژوند کې د روس یو صدر پېژندلی او زما ترې زړه ډک دی.٬٬

یوې بلې مظاهر کونکي داریا ویلي، ځه دلته نوالني لپاره نه یم راغلې، ځه خپل ځان له راوتې یمه ځه غواړم زما په هیواد کې بدلون راشي. د ماسکو په تیشاني بندي خانې بهر هم بیا د نوالني په درځنو پلویان هغه وخت نیول شوي کله چې دوي د جیل بهر مظاهره کوله.‌

په سېنټ پیټرزبرګ کې په یوه ریکارډ شوې ویډیو کې ښودل کیږي چې د اومون امنیتي عسکر یوه ښځه په لته وهي کله چې هغه د یو بل مظاهره کونکي د نیولو په اړه پوښتنه کوي. د روس سرکاري خبري ادارې بیا په خپل رپورټ کې ویلي چې ۳۹ پولیس عسکر د مظاهرو په مهال ژوبل شوي دي.

د امریکا غبرګون

امریکا په روس کې بیا د مظاهرچیانو نیول غندلي. د امریکا د خارجه وزارت ویاندې نېډ پراېس د خالي‌ په ورځ په یو بیان کې ویل شوي ٫٫ دې اونۍ د روس په ښارونو کې د مظاهره کونکو او خبریالانو پرضد سخت ګامونه پورته کول ٬٬ په کلکه غندي.‌ په بیان کې وړاندې ویل شوي په روس کې د وینا ازادۍ او پرامنه مظاهرو لپاره راغونډیدو مخه نیول ٫٫ په راتلونکې کې د نورو سختیو او د بنیادي حقونو د سرغړونو ویرونکې نخښې ښايي٬٬‌

امریکا په روسي چارواکو غږ کړی چې ټول نیول شوي کسان دې بې د کومو شرطونو خوشي کړي څوک چې د نوالني د خوشي کیدو لپاره راغونډ شوي وو.‌ د امریکا خارجه وزارت لخوا په دغه بیان کې ویل شوي ٫٫ امریکا په روسي چارواکو غږ کوي چې دنړیوالې ټولنې سره دې مرستې وکړي چې کریملن مخالفه مشر ته د زهرو ورکولو پلټنې وکړي. او په خپله خاوره دې د کیمیايي وسلې د کارولو وضاحت وکړي.

سره د دې چې په روس کې په قامي مطبوعاتو د نیوالني په خبرونو بندیز دی خو هغه په ګرد روس کې پلویان لري. او دغه حمایت یې زیاتره بیا په سوشل میډیا اوانلاېن کمپاېنونو نور هم زیات شوی.

هغه په سوشل میډیا اکثره داسې ویډیوګانې خپروي چې پکې د کریملن د چارواکو لخوا د بډو رشوتونو په اړه پلټنې شوي‌ وي. روانه اونۍ کله چې هغه په جېل کې وو، د هغې ډلې یوه اوږده ویډیو خپره کړې چې پکې دغوه شوې چې یو په زړه پورې محل د صدر ولادي مېر پوټن لپاره په پټه جوړ شوی. که څه هم روس په دغه ویډیو کې شوې دعوې رد کړي خو بیا هم دغه ویډیو ۷۰ میلینه کسانو کتلې.‌

نوالني د جرمني نه د روس سرښار مسکو ته ورسېد چې ائېرپورټ کې د پاسپورټ د کنټرول په برخه کې ونیول شو. د نوالني وکیل ته چې ورسره یو ځای یې سفر کاوه، دا اجازت ورنکړی شو چې د نېوالني سره یوځای پاته شي.

روس چارواکو ویلي چې نوالني د خپل ضمانت په خلاف ورزۍ سره سفر کړی او د روس د عدلیې وزارت د سزاګانو څانګې یې د ګرفتارۍ خواست کړی و. د جرمني نه روس ته د واپس کېدو په ترڅ کې، د نوالني جهاز چې د سرکاري ائېروفلوټ کمپنۍ د اختیار لاندې جهاز ګڼل کیږي، د دې پر ځای چې د مسکو په ونوکوفو ائېرپورټ کې راکوزه شي، د مسکو په شېرېمېتیافو ائېرپورټ کې راکوزه شوه.

د نوالني ملاتړو آمادګي نیولې وه چې د مسکو په ونوکوفو ائېرپورټ کې د هغه هرکلي وکړي. شاوخوا دوه زره کسانو په یو فېسبوک پاڼې سره وعده کړې وه چې هغوی به د نوالني هرکلي ته ولاړ وي.