شاته

افغانستان کې ۳۶ تنه نور کرونا نیولي، ۵ ناروغان مړه شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د ۳۶مثبتو پېښو د ثبتېدو او ۵ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن شنبه جنورۍ ۲۳ (سلواغې څلورمه) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د۸۸۲ مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې په وینا یې ۳۶ یې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۴۵۹۵ ته پورته شو.

همدارنګه تیره شپه او ورځ په هیواد کې د کروناویروس له امله ۵ تنه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۳۷۸ تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ ۳۱ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره هم د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۴۶۹۴۳ تنو ته لوړ شو.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې شااوخوا ۹۸ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې دوه میلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.