شاته

صدربایډن دپاره په کانګرس کې د واکمن ډېموکرېټک پارټۍ اکثریت اهم بلل کېږي

د امریکې د کانګرس په ایوان بالا، سېنټ، او ایوان زېرین، هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز، کې د صدر جوبایډن واکمن ډېموکرېټک پارټۍ اکثریت ترلاسه کړی دی چې دلارې یې صدر بایډن په اسانۍ د خپلې تګلارې عملي کوولو دپاره قانون سازي او قانوني اصلاحات کولی شي.

د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په حکومت کې په سېنټ کې د هغه د واکمن ریپبلېکن پارټۍ اکثریت و خو په هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز کې د ډېموکرېټک ګوند غلبه وه. او هم دغه سبب وو چې د کانګرس ایوان زېرین د صدر ټرمپ دوه وارې مواخذه کړې وه.

د امریکې صدر جوباېډن او درې نوو سېنېټرانو څوګند پورته کولو وروسته ډېموکرېټک پارټۍ د واېټ هاوس او د کانګرېس دواړه اېوانونو کنټرول ترلاسه کړی.

نېنسي‌ پلوسي یو ځل بیا د نماېندګانو اېوان سپیکره ټاکل شوي
نېنسي‌ پلوسي یو ځل بیا د نماېندګانو اېوان سپیکره ټاکل شوي

د امرېکې په سېڼت د هر ریاست دپاره دوه دوه چوکۍ دي او دا ډول په مجوعي توګه سېنت 100 غړي لري.

د دریو نوو سېنېټرانو د سوګند پورته کوولو سره په سېنټ کې د ډېموکرېټک او د ریپبلکن پارټۍ اوس 50-50 برابر چوکۍ دي خو د ناېب صدرې کماله هېرس د یو ووټ سره ډېموکرېټک ګوند په سېنټ کې اکثریت لري.

په کانګرس کې د ډېموکرېټک پارټۍ د اکثریت په سبب جوباېډن به په اسانۍ د خپل انتخابي کېمپېن لوظونه پوره کوولو دپاره قانون سازي کولی شي او د کرونا واېرس د مخنیوي، موسمي بدلون او نړیوالو اړیکو ښه کولو په اړه خپلې وعدې پوره کولی شي. خو جوبایډن به په دې باوري نه وي چې د ډېموکرېټک پارټۍ ټول غړي به د هغه سره په هر یو قانون سازۍ کې مرسته کوی او ریپبلېکن پارټي به د دې جوګه وي چې د ځینو هغو بلونو مخه ونیسي چې په سېنېټ کې یې د منظورۍ لپاره 60 ووټونه پکار وي.

د نومبر په میاشت کې شویو انتخاباتو کې د ډېموکرېټک پارټۍ ځینې څوکۍ د باېللو باوجود نېنسي‌ پلوسي یو ځل بیا د نماېندګانو اېوان سپیکره ټاکل شوي چې د خپلې پارټۍ اېجنډا مخ په وړاندې بوتلی شي.

نوموړې د زیارت په ورځ‌ خبریالانو ته وویل د دوی ذمه واري‌ ده چې په کوم ځاې کې ممکن وي د دواړه ګوندونو په مرسته کانګرس کې قانون سازي‌ وکړي.

د جارج واشنګټن یونیورسټۍ سکول آف پولیټیکل مېنېجمنټ کې د قانوني چارو پروګرام ډاېرېکټر، کېسي برګټ وايي په سېنټ کې د ډېر کم اکثریت باوجود د دواړه اېوانونو کنټرول صدر جوباېډن ته د کانګرس نه د قانون منظورولو لار اسانه کړې چې د برګټ په وېنا د باېډن انتظامیې لپاره ډېره مهمه ده.

د کانګرس دواړه اېوانونو کنټرول به ډېموکرېټک ګوند ته حکومتي‌ احتساب عملي کولو لپاره زیات واک اختیار ورکړي چې پکې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په دوېم ځل د مواخذې مقدمه ترټولو مهمه ده
د کانګرس دواړه اېوانونو کنټرول به ډېموکرېټک ګوند ته حکومتي‌ احتساب عملي کولو لپاره زیات واک اختیار ورکړي چې پکې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په دوېم ځل د مواخذې مقدمه ترټولو مهمه ده

جوباېډن د زیارت په ورځ‌ وویل هغه به کانګرس ته د کرونا واېرس خلاف د مرستو تازه تجویز لېږلو لپاره زر ګام پورته کوي چې ترمخه به یې په ملینونو امریکایانو ته نورې مالي مرستې او په ملک کې د کرونا وېکسین تقسیمولو پلان لپاره جامع فنډونه ورکړی شي.

د کانګرس دواړه اېوانونو کنټرول به ډېموکرېټک ګوند ته حکومتي‌ احتساب عملي کولو لپاره زیات واک اختیار ورکړي چې پکې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په دوېم ځل د مواخذې مقدمه ترټولو مهمه ده. د نماېندګانو ایوان د کانګرس په ودانۍ د صدر ټرمپ د مرستیالانو د حملې په سر د هغه مواخذه کړې او امکان دی چې د ګل، دوشنبې، په ورځ د پخواني صدر ټرمپ د مواخذې مقدمه سېنټ ته یوړل شي.

خو په سېنټ کې د اکثریت باوجود د ډانلډ ټرمپ مواخذه کولو او هغه د څه قسم وفاقي څوکۍ لپاره نااهل ګرځولو لپاره ډېموکرېټک پارټۍ ته په درې کې دوه برخې اکثریت پکار دی.