شاته

د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې د حکمتیار څرګندونې رد کړې

د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې د ځانګړو الوتکو کېنستو او قاچاق په اړه د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار څرګندونې رد کړې.

یادې ادارې تیره شپه جنورۍ ۲۲( سلواغې دریمه) ناوخته په یوې اعلامیې کې ویلي چې ټولې ملکي الوتنې د دوی د واک تابع دي او ټولو مسافرینو او کارګو ته د نړیوالو مقرراتو او کورني قانون سره سمه اجازه ورکول کیږي.

د ملکي هوايي چلند ادارې اعلامیه زیاتوي:"شوې ادعا صرف د شایعاتو او شک په اساس شوي، چې هېڅ حقیقت نه لري."

یاده وايي، ښاغلي حکمتیار پرون د جمعې د لمانځه په خطبه کې ویلي چې "نا پيژندل شوې الوتکې د کابل په حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې کېني او په قاچاق کې دخیلې وي د ځانګړو ځواکونو لخوا یې امنیت نیول کېږي او له امنیتي سرتېرو غوښتل کېږي، چې د بارولو وروسته له سیمې ووځي."

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره زیاتوي چې هېڅ یوې الوتکې ته د ځانګړو مقرراتو د لوګو او زنګ نښې پرته د کېنستو اجازه نه ده ورکړل شوې.

بیان زیاتوي چې د هوایي چلند امنیتي خدمات د مسافرینو او ګراونډ هینډلینګ په شمول په هوایي ډګر کې د بهرنیو قراردادي شرکتونو ایکاو او ایاتا لخوا د ټاکل شويو پروسیجرونو سره سم چمتو کېږي.

د ملکي هوايي چلند ادارې په وینا د افغانستان هوایي ډګرونه د کلکو امنیتي تدابیرو ترڅنګ د مسافرو بررسي کارګو پر غاړه لري چې په خبره یې د قراردادي شرکت تغیر هم د امنیتي سیستم د تقویت په پار شوی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې یوازې د ناټو او غوڅ ماموریت د قراردادي شرکتونو پروازونه د SOFA د تړون په اساس له دې جریان نه مستثنی دي او د یاد شوي تړون پر اساس ترسره کیږي.

د ملکي هوايي چلند اداره وايي، د دې سره په خوا کې نظامي الوتنې هم یوازې کورنۍ عملیاتي الوتنې دي او له هېواد نه بهر ته د تللو اجازه نه لري.

دغه ادارې له ټولو سیاسي مشرانو غوښتي چې ورته اندېښنې لومړۍ له یادې ادارې سره شریکي کړي:"دا اداره له ټولو سیاسي مشرانو غواړي، چې ټول تخنیکي اړخونو ته مخکې له عمومي شایعه کولو لومړی موضوع له دې ادارې سره شریکه کړي او خپل ځان باوري کړي تر څو عامه باور او د رسمي بنسټونو باور ته زیان ونه رسېږي."

د کابل نړیوال هوايي ډګر د افغانستان له لویو او مهمو هوايي ډګرونو څخه دی چې هره ورڅخه په کور دننه او بهر ته ګڼې الوتنې کیږي.

تر دې مخکې د یاد هوايي ډګر سرحدي پولیسو او امنیتي کسانو بهر ته د ځینو کسانو د مخدره موادو او نورو توکو د قاچاق د مخنیوي خبر ورکړی دی.