شاته

محب او د امریکا د امنیت شورا سلاکار د افغان سولې په اړه خبرې کړي

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا له سلاکار جیک سالیوان سره ټلیفوني خبرې کړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب نن شنبه جنورۍ ۲۳( سلواغې څلورمه) پر خپل ټویټر لیکلي چې له خپل امریکايي سیال سره یې د افغانستان او امریکا پر ګډ مشارکت، د افغان سولې بهیر او تیرو پرمختګونو د خوندیتوب په اړه خبرې کړي دي.

حمدالله محب ویلي چې افغانستان له امریکا متحده ایالاتو سره بنیادي ملګرتیا او مشارکت ته ژمن دی او په وینا یې دواړه هیوادونه به د امنیت ټينګېدو، سولې، تروریزم سره مبارزې او سیمه ییز مشارکت په برخه کې ګډ کار وکړي.

هغه زیاته کړې:"موږ موافقه وکړه چې یو دموکراتیک افغانستان کې د تلپاتې اوربند ټینګېدو او عادلانه سولې ټینګېدو لپاره کار وکړو،تر څو د تیرو کلونو لاسته راوړنې خوندي وساتل شي، د ټولو افغانانو حقوق خوندي شي او اصلاحاتو راوستلو لامل شي."

د بیان له مخې د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا سلاکار ویلي چې له افغان حکومت او افغان امنیتي ځواکونو سره همکاري د امریکا متحده ایالاتو له لومړیتوبونو څخه ده او په راتلوونکې کې به خپلو مشورو ته دوام ورکړي.

پر همدې مهال د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې جیګ سالیوان له خپل افغان سیال سره تلیفوني خبرو کې د افغانستان او امریکا ترمنځه په همکارۍ سره د افغانانو لپاره د سولې پر ټینګېدو ټينګا وکړ.

سالیوان ویلي چې د امریکا متحده ایالات به پخپل قوي سیمه ییز ملاتړ سره د افغانستان د سولې له بهیر څخه ملاتړ وکړي ترڅو دواړي لوري یوې تلپاتي سیاسي حل لارې او تلپاتې اوربند ټینګېدو ته ورسیږي.

په امریکا محتده ایالاتو کې د جو بایډن په مشرۍ د نوي حکومت تر لوړي درې ورځې وروسته دا لومړی ځل دی چې د دغه هیواد یو لوړ پوړی چارواکی د افغان سولې په اړه له افغان چارواکو سره خبرې کوي.