شاته

په هند کې د کورونا واکسین کمپنۍ اور اخېستی، پنځه تنه مړه شوي

واشنګټن – په هند کې د واکسین جوړولو د سترې کمپنۍ (سیرم انسټیټوټ اف انډیا) په یوې ودانۍ کې چې د رغېدو په حال کې اور لګېدلی او پنځه کسان پکې مړه شوي دي.

یاده کمپنۍ د کورونا پرضد د برتانیې د اسټرا زېنېکا لخوا د جوړ شوي واکسین په میلیونونو ډوزه تولیدوي.

دغه کمپنۍ د هندوستان په پونې ښار کې ده او ویل کېږي‌ چې لږېدلی اور به د واکسین تولید زیانمن نه کړي.‌

سیرم انسټیټیوټ اف انډیا
سیرم انسټیټیوټ اف انډیا

د اسټرا زېنېکا واکسین ارزانه او په اسانۍ سره ساتل کېږي او داسې ښکاري چې په هند او یو شمېر نورو هغو هېوادونو کې د وبا په کنټرول کې اغېزناکه ښکاري چېرې چې دغه واکسینونه ورکړل شوي دي.

په هند کې د واکسین ورکولو پروګرام تېره اونۍ پیل شوی او ګڼ نور هېوادونه هم د هندي کمپنۍ لخوا د اسټرا زېنېکا د تولید شوي واکسین په تمه دي.

د هند د واکسین جوړولو کمپنۍ مشر ارا‌ پونوالا په ټویټر باندې لیکلي، "زه غواړم چې یو ځل بیا ټولو حکومتونو او خلکو ته دا ډاډ ورکړم د واکسین تولید به زیانمن نه شي ځکه د داسې پېښو په صورت کې مو د واکسین د تولید لپاره ګڼې نورې ودانۍ ساتلي دي.

داسې ښکاري چې لګېدلي اور هغه نوې ودانۍ زیانمنه کړې چې د واکسین د تولید د وړتیا زیاتولو لپاره جوړېدله. په ټي وي باندې خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې له یادې کمپنۍ څخه لوګي پورته کېږي.

دغه اور د اور وژونکو لخوا په دریو ساعتونو کې بیا کنټرول شو. ایالتي چارواکو ویلي، چې دغه اور ښار د ودانۍ د رغولو په بهیر کې د برقي غلطۍ او د ویلډینګ د شغلو له امله لګېدلی وي.

د سیرم انسټیټیوټ اف انډیا مخکې له دې چې اسټرا زېنېکا واکسین ته د بیړني کارولو اجازه ورکړل شي هم کابو ۵۰ میلیونه ډوزه تیار کړی وو تر څو د واکسین رسولو بهیر ګړندی وساتي.

دغه کمپنۍ وايي، چې هره میاشت به د واکسین ۵۰ میلیونه ډوزه جوړوي تر څو په غریبو هېوادونو کې د واکسین اړتیا پوره کړای شي.

دغه کمپنۍ همدارنګه پلان لري چې د روغتیا د نړیوالې ادراې یا ډبلیو اچ او د کوواکس پروګرام ته هم ۲۰۰ میلیونه ډوزه تیار کړي ترڅو غریبو هېوادونو ته ورسول شي.‌