شاته

دخیبر پښتونخوا حکومت په بلدیاتي ټاکنو ځان ولې غلی کړی ؟

کارپوهان وايي چې دپاکستان دائین له مخې دسیمه ییزو حکومتونو دائیني مودې پوره کېدو وروسته په 120 ورځو کې دننه دنوؤ سیمه ییزو حکومت جوړولو دپاره په لاندې کچه ټاکنې اړینې دي خو دکال نه دزياتې مودې تېرېدو باوجود دبلدیاتي ټاکنو په اړه د خېبر پښتونخوا حکومت لخوا څه پرېکړه نه ده شوې.

دحکومت مخالفه ګوندونو غړي وايي حکومت نه غواړي چې صوبه کې بلدیاتي ټاکنې وکړي ځکه چې کوم فنډونه او اختيارات سیمه ییزو حکومتونو کې بدیاتې ادارو اؤ استازو ته ترلاسه کېږي هغه صوبايي حکومت په خپله د سياسي مقصدونو د پاره کاروي.

مخالف ګوندونه دریځ لري چې صوبايي حکومت د خپلو ناکامه پالېسيو له امله هم خلکو ته نه شي مخامخ کېدلې.

هغه وایي دپاکستان په ائین کې ډیر واضحه لیکل شوي چې حکومت به دسیمه ییزو حکومتونو نظام جوړوي اؤ هغې کې به د میرمنو،خواریکښو اؤ اقلیتونو اؤ دنورو تپو استازیتوب وي خو حکومت ددې ټاکنو نه ډډه کوي.

مشتاق احمد وویل د سیمه ییزو حکومتونو دنظام دپاره چې هرکال د۶۰اربو روپو کومې پنګې بیلیږي دا هم هم صوبایي حکومت دځان سره نیولي اؤ دلاندې کچې په ادارو اؤ ملازمانو هم صوبایي حکومت خپل کارونه چلوي چې دا هرڅه دائین په ضد دي.

هغه وویل دا لاندې کچې دحکومتونو ټول وسائل دا وخت صوبایي حکومت دخپلې خوښې ناخوښې په اساس د سیاسي مقصدونو دپاره کاروي.

بلخوا د خېبر پښتونخوا حکومت ترجمان وايي چې د بلدياتي انتخاباتو په لړکې ټولې تيارۍ سرته رسیدلي خو د کرونا وبا راتلو له امله اوس دا ټاکنې د ځنډ ښکار دي او چې څنګه حالات ښه شي نو دوئ به بلدياتي وکړي.

د پاکستان د آئين د یو 140مې مادې ترمخه صوبايي حکومتونه به بلدياتي ټاکنې کوي او بيا به ددې ټاکنو په اساس کار کوونکې ادارې جوړوي.

دجماعت اسلامي ګوند سره تړاؤ لرونکی سینیټر مشتاق احمد خان وايي چې دتېرړ ضلعي حکومتونو معياد په کال 2019م کې اګست مياشت کې سرته رسیدلی خو صوبايي حکومت د خپلو ناکامو پالیسیو له امله د ولس مخې ته نه شي ورتلی ځکه دا انتخابات نه کوي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي د بلدياتي انتخاباتو ځنډولو خلاف يې په پېښور هايي کورټ کې خواستونه هم کړي دي.

نوموړي زياته کړه چې صوبايي حکومت نه يوازې واک،اختیار لاندې کچې ته منتقل کول نه غواړي بلکې د لوکل ګورنمنټ فڼدونه او وسائل هم د خپلو سياسي مقصدونو د پاره کاروي.

پوهان وايي په کال 2017م کې چې د سیمه ییزو حکومتونو په اړه کوم قانون جوړ شوی دهغې له مخې به دقانون ترمخه د بلدياتي حکومتونو د مودې پوره کیدو وروسته په 120 ورځو کې دننه نوي انتخابات کول وي.

دائین پوهانو په وینا دقانون له مخې په صوبه کې بلدياتي انتخابات د کال 2019 په دسمبر کې کول پکار وو خو دا ټاکنې تر نن تاريخه د ځنډ ښکار دي.

خو په دي اړه مو چې کله د اطلاعاتو د پاره د خېبر پښتونخوا دوزيراعلی دځانګړي معاون مرستيال بنګش نه وپښتل نو هغه وي او ای ډيوه ته وويل چې د ائین ترمخه بلدياتي انتخابات کول د صوبايي حکومت ذمه واره ده خو د کرونا وبا له امله دغه انتخابات د ځنډ ښکار شوي.

هغه وویل "زمونږ د الیکشن کمیشن سره هم اؤ دعدلیې سره هم دا خبرې روانې دي چې حکومت دبلدیاتي ټاکنو په کولو کې هیڅ د تردود ښکار نه دی خو هسې نه د کرونا وبا په جریان کې دا ټاکنې د ولس دپاره د لویې روغتیایي زیان سوب ونه ګرځي"

دسېنېټر مشتاق احمد خان په وینا د خیبر پښتونخوا حکومت د"ایپيډیمک کنټرول ایکټ" په نوم قانون سازي هم کړې ده، د دغې قانون ترمخه حکومت سره دا اختیار دی چي وبايي حالاتو کي تر دوو کالو به دوئ دغه انتخابات نه کوي.

هغه وایي ددغي قانون پر ضد يې هم عدالت کې درخواست جمع کړی دی ځکه چې دا دپاکستان ددستور سره متصادم یو قانون دی او د بشري حقونو سر غړونه او د ولس په حقونو ډکه اچول دي.

  • 16x9 Image

    عبدالرزاق ـ

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د سیمې د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.