شاته

کراچۍ: داعش ته پېسې لېږونکی تورن تن نيول شوی، سي ټي ډي

په کراچۍ کې د سي ټي ډي پوليس ویلي د اېن اي ډي پوهنتون زده کوونکی چې شام ته به يې داعش ته پېسې لېږلې، نيول شوی دی.

د کراچۍ د سي ټي ډي پوليسو دعوه کړې چې د دسمبر په 17م د کراچۍ نه محمدعمر نومې تن په دې شک نيول شوی چې په شام کې به يې داعش ته پېسې لېږلې.

پوليس ويلي د دغه تن پرضد يې په هغه وخت کوم کوټلي شواهد نه ؤ ترلاسه شوي ځکه هغه په ضمانت خوشی کړی شوی ؤ او بيا په 17 جنورۍ د کراچۍ د کېنېټ سټېېشن نه نيول شوی دی.

د پوليسو په وېنا د دغه تن نه دوه موبايلې ترلاسه شوې وې او د هغې فرانزک معاينې نه کره شواهد ترلاسه شوي چې تورن تن د داعش دپاره په پاکستان کې پېسې ټولونکي او شام ته لېږونکې ډلې سره دی.

پوليس دعوه کړې ده چې د تورن تن نېغ په نېغه په شام او پاکستان کې د ترهګرو او د هغو د کورنيو سره یې اړيکې وې.

پوليسو ویلي هغه ته به د ملک د نورو برخو نه د ايزې پېسه د لارې پېسې راتلې او دغه پېسې به بيا هغه ضيا نومې تن ته حېدر اباد ته لېږلې او هغه به دا پېسې په ډالرو کې بدلولې او د بيټ کواين د لارې به يې په شام کې د ترهګرو کورنيو ته لېږلې.

په 12م جنورۍ د سيند هايکورټ د محمد بن خالد د مور په خواست، چې زوی يې بې درکه دی ، عدالت د سيند محکمه داخله، ډي جي رېنجرز، پوليس مشر [ايي جي پي]، د سي ټي ډي اېس اېس پي او نورو اړونده چارواکو ته نوټس ورکړی چې د کراچۍ د اېن اي ډي پوهنتون د اينجينيرنګ او ټېکنالوجۍ زده کوونکی مالوم کړي.

په ياد خواست کې هم ويل شوي چې سي ټي ډي په 17م دسمبر هغه د کوره نيولی ؤ.