شاته

افغان جګړه کې دلاهوریانو دمرستې په بیان عدالت دمحمود خان اڅکزي په ضد دمقدمې خواست رد کړی

دلاهور ځايي عدالت دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ دمشر محمود خان اڅکزي د هغه وینا پرضد دفوجدارۍ دمقدمې درج کولو خواست رد کړی چې پکې نوموړي ویلي وؤ چې په افغانستان د قبضې کولو جنګ کې د لاهور خلکو د پيرنګي مرسته کړې وه.

عدالت په خپله حکمنامه کې ليکلي چې تاريخي حقیقتونه معلومول د راېې د اظهار د ازادۍ برخه ده او د عدالت دا کار نه دی چې په تاريخي مسلو کې ثالثى او یا د هغې تشريح وکړي.

دپښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنټر عثمان خان کاکړ د عدالتي فېصلې هرکلی کړی او وايي دا خواست ښایي چې په پاکستان کې تاريخي حقايق بیانول څومره ګران کار دی.

د لاهور د ځايي عدالت جج حافظ رضوان عزیز په حکم نامه کې ليکلي چې په ظاهره د محمود خان اڅکزي د وینا مقصد دبیلابیلو نسلي ډلو،ژبو ویونکو او د سيمې د خلکو ترمنځ دښمنى ېا کرکه پېدا کول نه وو.

دعدالت جج وايي چې تاريخي حقیقتونه معلومول د رایې د اظهار برخه ده او دا د عدالت کار نه دی چې په تاریخي مسلو کې منځګړتوب وکړي او یا یې تشريح وکړي.

تېره میاشت په لاهور ښار کې د مخالفو سياسي ګوندونو اتحاد پي ډي ایم په جلسه کې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزي ویلي وؤ چې په افغانستان د قبضې جنګ کې د هندوانو، سيکهانو ترڅنګ د لاهور خلکو د پيرنګي مرسته ملاتړ کړی ؤ.

دهغه په دغه وینا که یو خوا د پنجاب حکومتي مامورينو او لیکوالانو د غصې او ناخوښۍ څرګندونه کړې وه نو بل خوا يو خواست کوونکي په عدالت کې د محمود خان اڅکزي پرضد د مقدمې درج کولو لپاره په عدالت کې خواست هم جمع کړی ؤ.

خواست کوونکي دریځ خپل کړی ؤ چې نوموړي د لاهور د خلکو پرضد سپکه ژبه کارولې وه او د خلکو د ویشلو هڅه یې کړې ده.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنټر عثمان خان کاکړ د عدالت د فېصلې هرکلې کوي او وايي جج د جرائت څرګندونه کړې ده.

هغه وایي دا خواست ښایي چې په پاکستان کې تاريخي حقیقتونه بيانول څومره تراخه وي او دا څومره ګران کار دی.

ښاغلی کاکړ وایي محمود خان اڅکزي په خپله وینا کې دا هم ویلي وؤ چې هغه د ټولو قامونو احترام کوي.

سینټر عثمان کاکړ زیاتوي "دا د پوځي اسټيبلشمنټ کار دی او هغه ځکه چې اچکزي په خپل تقرير کې د ترکیې د پوځي کودتا او جمهوريت ذکر کړی ؤ او دغه خبره په پوځي اسټيبلشمنټ بده لګېدلې وه"

د عدالت جج په خپله وینا کې دا هم ویلي چې په ظاهره محمود خان اڅکزي د پاکستان د بېلا بېلو ډلو ترمنځ د همغږۍ او ورورولۍ پېدا کولو هڅه کوله او ویلي یې وؤ چې پاکستان به د کلتوري، نسلي او اقتصادي پس منظر پرته د ټولو خلکو لپاره يو خوندي او ټول شموله هېواد جوړوى.

عدالت دا هم ویلي د اچکزې د وینا مطلب په ظاهري توګه د چا زړه قصداً ازارول نه وو.

قانون پوهه قاضي انور ډيوه ته وايي محمود خان اڅکزي تاريخي حقايق بيان کړي او د پاکستان پينل کوډ ماده 153-A په دې کې نه شي کارېدلی.

عدالت هم په حکم نامه کې ليکلي چې دغه شکایت دمجاز تن لخوا نه دی دایر کړل شوی او نه دا په مېرټ پوره خېژي نو ځکه یې ردوي