شاته

پاکستان کې نور ۴۳کسان په کرونا وایرس مړه شوي

پاکستان کې دتېر یو شواروز په مهال ۴۳ نور کسان په کرونا وایرس مړه شوي چې دې سره په دې هیواد کې په کرونا د مړو شوؤ رنځورانو شمیره ۱۰ زره اؤ ۹۵۱ؤ ته رسېدلې ده.

په کرونا د څار دپاره دجوړ کړل شوي دولتي مرکز د شمیرو له مخې په تیرو ۲۴ؤ ساعتونو کې دهیواد دبیلابیلو برخو څخه دکرونا وایرس ۲۵۲۱تازه پېښې رپورټ شوې دي.

شمیرې ښایي چې تر اوسه پاکستان کې ټول پینځه لکه ۱۹زره اؤ ۲۹۱کسان په کرونا وایرس اخته شوي چې له دې جملې څخه څلور لکه ،۷۳زره اؤ ۶۳۹ کسان بیرته روغ شوي دي اؤ ۴۳ زره ۷۰۱ کسان اوس هم په دې وبا اخته دي.

دپاکستان دپلان جوړونې مرکزي وزیر اسد عمر وایي حکومت دکرونا وایرس مخنیوي دپاره د اکسفورډ پوهنتون څخه د AstraZeneca نومې ویکسین اخستلو منظوري ورکړې ده اؤ سږکال به د فروۍ یا مارچ میاشتې پورې درې ویکسینون پاکستان ته را ورسیږي.

دپاکستان یو شخصي ټي وي سره خبرو کې ښاغلي عمر ویلي تر ټولو دمخه به دا ویکسین دکرونا په ضد په مبارزه بوختو طبي مامورینو ته ورکول کیږي چې دې دپاره د درېوؤ لکو مامورینو نوم لیکنه هم شوې ده.

د امریکې د جانز هاپکنز یونیورسټۍ د شمېرو ترمخه د کرونا وایرس نه په نړیواله کچه د دوه مېلین نه زیات کسان مړه شوي دي.

د کرونا وایرس ناروغۍ دلاسه تر ټولو زیاتې مړینې په امریکا کې شوي دي چې جانز هاپکنز یونیورسټۍ یې شمیره د ۴۰۰۰۰۰ نه زیاته ښودلې ده .

همدا شان په امریکا کې د ۲۳ میلینونو نه زیات خلک په دې وایرس اخته شوي دي.

د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس د جمعې په ورځ خبریالانو ته ویلي وؤ چې په نړیواله کچه د مرګونو صورتحال ځکه هم خراب دی چې د کرونا وایرس د مخنیوي دپاره په کوښښونو کې همغږي یا همکاري نېشته"ساینس کامیاب شوی، یووالی ناکام شوی دی"