کندهار کې د ملي امنیت د وسایطو پر ورکشاپ چاودنه شوې
په کندهار ولایت کې د ملي امنیت د وسایطو د ترمیم پر مرکز درنه چاودنه شوې او ځانمرګي بریدګر یاد مرکز ته ننوتلي.
پېښه نن شنبه سهار ۸ بجې د کندهار هوايي ډګر ته څېرمه د ارغستان لويې لارې ته نږدې رامنځته شوې ده.
د کندهار د پوليسو ویاند څارمن جمال بارکزي نن شنبه جنورۍ ۱۶( مرغومې ۲۷) امریکا غږ ته وويل چې د دامان ولسوالۍ اړوند د ارغستان پر سړک د ملي امنیت پر ورکشاپ قوي چاودنه شوې چې بشپړه جزئیات به يې وروسته له رسنیو سره شریک شي.
هغه زیاته کړه: "نن سهار ۸ بجې د ملي امنیت پر ورکشاپ چي هوايي ډګر ته نږدې د دامان ولسوالۍ اړوند سیمه کې موقعیت لري زوره وره چاودنه شوې چې د تلفاتو او د چاودنې د ډول په اړه به وروسته معلومات شریک شي."
خو د کندهار یوه لوړ پوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې یوه ځانمرګي برید ګر له چاودیدونکو توکو ډک لارۍ موټر ته د ملي امنیت د ورکشاپ له ودانۍ سره نږدې چاودنه ور کړې او څو تنه نور بریدګر چې ممکن شمېر يې له ۲ څخه تر ۳ تنو پوري وي، یاد مرکز ته ننوتلي.
سرچینې زیاته کړه چې خاص ځواکونه په سیمه کې تصفیه وي عملیات مخ ته وړي خو په یاد مرکز کې د یوه بهرني قراردادي شرکت ځيني تخنیکي مشاورین هم اوسیدل.
په ورته وخت کې د ۲۰۵ اتل قول اوردو ویاند تورن محمد صادق عیسي امریکاغږ ته وويل چې د پوځ ځانګړي ځواکونه هم په سیمه کې دي چې تر بشپړه تصفيې وروسته به د تلفاتو او د پېښې د ډول په اړه رسنیو ته معلومات ورکړل شي.
د کندهار نننۍ موټر بم چاودنه ډيره زوره وره وه چې غږ یې د ښار په نږدې ټولو برخو کې اوریدل شوی.
د دامان ولسوالۍ ځايي اوسیدونکي ملک اختر محمد امریکا غږ ته وويل چې د چاودنې له سیمي څخه لرې په ۳ کیلومترۍ کې هم د ملکي خلګو کورونو ته زیان رسیدلی.
تر اوسه چا د دې برید مسئولیت په غاړه ندی اخیستی.