شاته

کرونا له۲ میلیونو زیات کسان مړه کړل،ګڼ هېوادونه بېړنیو حالاتو ته ورګرځي

کرونا وبا په څه باندې یوه کال کې له دوو میلیونو زیات کسان مړه کړل او لا هم د ګڼو خلکو ژوند ګواښي.

که څه هم د ویروس د له منځه وړلو لپاره د تازه جوړو شوېو واکسینونو تطبیق پيل شوی، خو د ویروس چټک خپراوي ګڼ هېوادونه اړ کړي چې بیړنیو حالاتو ته ور وګرځي.

د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې د جنورۍ تر پنځلسمې له ۹۳ میلیونو او پنځو لکو (۹۳۵۸۰۸۲۸) ډېر کسان په کرونا اخته شوي چې له ډلې یې تر دوو میلیونو ( ۲۰۰۳۶۲۵ ) زیات کسان مړه شوي.

د جانز هاپکېنز پوهنتون ورځنۍ سروې هم ښيي چې د کرونا خپراوی د نوي کال تر شپو او ورځو را وروسته په ګڼو سیو کې یو ډول دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان 'ډبلیو.اېچ.او' مشر تدروس ادهانم ګبريسوس ویلي، غواړي چې د کرونا ضد د واکسین کمپاین په سلو راتلونکو ورځو کې د نړۍ په ټولو هېوادونو کې پيل شي.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانم ګبريسوس
د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانم ګبريسوس

هغه د جمعې (د مرغومي ۲۶مه) په یوه خبري کنفرانس کې وویل، غواړي روغتیاپالان او زیانمنونکي خلک لومړی واکسین شي.

د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي انتونیو ګوتېریش هم په نړۍ کې د کرونا د دوو میلیونو قربانیانو د یادښت په مناسبت ویلي چې ټوله نړۍ باید له کرونا سره د مبارزې لپاره متحده شي.

د کرونا واکسین لومړنۍ محموله د بې وزلو هېوادونو په لور وخوځېده.

ګوتېريش زیاته کړه: "زموږ نړۍ یوې زړه بوږنوونکې شېبې ته رسېدلې ده. د کوویډ – ۱۹ وبا د څه باندې دوو میلیونو کسانو ژوند اخېستی. د دغو ټکان ورکوونکو شمېرو تر شا نومونه او څېرې پرتې دي چې د هغوی موسکا اوس یواځې په یادونو کې پاتې، د غږونه انګازه یې په خونو کې چوپه شوې او د ډوډۍ د میز تر څنګ یې څوکۍ خالي پاتې ده."

د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي انتونیو ګوتېریش
د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي انتونیو ګوتېریش

ګوتېریش وویل، د دې وژونکې وبا اغېز د نړیوالو همغږیو د نشتوالي په خاطر لا زیات شوی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په خبره د کوویډ – ۱۹ اغېزمن واکسین راوتلی او ملګري ملتونه د نړۍ بېلابېل هېوادونه هڅوي، څو د نړۍ په تاریخ کې د تر ټولو لوی واکسیناسیون لپاره لستوڼي بډ وهي.

له دې سره تر څنګ د روغتیا نړیوال سازمان تر ټولو لوړپوړې کارپوه سومیا سوامي ناتان ویلي چې د کرونا واکسین لومړنۍ محموله د بې وزلو هېوادونو په لور وخوځېده او په همدې درېیو میاشتو کې وویشل شي.

د دغه سازمان مرستیالې مارین انګېلا سیماو هم یادونه کړې له هغو ۴۶ هېوادونو چې د کرونا واکسین یې پيل کړی ۳۸ یې شتمن دي په داسې حال کې چې باید د نړۍ ټولو خلکو ته د واکسین د رسولو ژمنې او ضمانت وشي.

اړوند مطالب