شاته

امریکا په عراق کې هم د خپلو سرتېرو شمېر ۲۵۰۰ ته کم کړی دی

واشنګټن - د امریکا د دفاع وزارت سرپرست وزیر کریسټوفر مېلر د جمعې په ورځ وویل، امریکا په عراق کې د خپلو سرتېرو شمېر ۲۵۰۰ ته ټیټ کړی هغه هدف چې د ټرمپ د ادارې لخوا د تېر کال په ورستیو کې ټاکل شوی وو.‌

مېلر په یو بیان کې په داسې حال کې چې د ټرمپ اداره په پنځو ورځو کې پای ته رسېږي ویلي، "په عراق کې د امریکايي سرتېرو د شمېر له کمېدو ښکاري چې د عراقي سرتېرو وړتیاوې لوړې شوې دي."

مېلر زیاته کړې، په عراق کې د سرتېرو کمېدل د امریکا د سیاست د بدلون په معنی نه دي خو په ټوله کې امریکا غواړي چې په منځني ختیځ کې د خپلو جګړیزو ځواکونو شمېر راکم کړي.‌

هغه دا هم وویل،‌چې په عراق کې به د ترهګرۍ پرضد جګړو کې امریکا له خپلو شریکانو سره د هوايي ځواک او استخباراتو په برخه کې مرسته کوي.‌

د پنټګان شمېرې ښيي، چې په عراق کې د ۲۰۰۳ کال یعنې د امریکا تر مشرۍ لاندې د ایتلافي ځواکونو د جګړې او له واک څخه د صدام حسین د لېرې کېدو راهیسې تر ۴۵۰۰ زیات امریکايي سرتیري‌ وژل شوي او تر ۳۲۰۰۰ زیات ژوبل شوي دي.‌

مېلر همدارنګه د جمعې په ورځ دا اعلان هم وکړ چې امریکايي‌ ځواکونو په افغانستان کې هم د خپلو پوځیانو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم کړی که څه هم کانګرس دوه اونۍ وړاندې په یو منظور کړي بېل کې ویلي وو چې د سرتېرو شمېر دې له ۴۰۰۰ څخه کم وساتل شي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ تېرکال د نومبر په میاشت کې په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو د کمولو لارښوونه کړې وه