شاته

مالیزیا د پاکستان یوه الوتکه ایساره کړې 

د مالیزیا حکومت د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت پي آی اې یوه الوتکه د ۱۴میلیون ډالرو کرایې نه ورکولو له کبله ایساره کړې ده.

دا کار د جمعې په ورځ جنوري ۱۵ (مرغومي ۲۶) د کوالالمپور په هوايي ډګر کې د محکمې له پرېکړې وروسته شوی دی.

د دغه شرکت ویاند عبدالله خان وویل چې د الوتکې مسافر په بلې الوتکې کې پاکستان ته استول شوي دي او دا الوتکه هلته ایساره کړل شوې ده. هغه وویل چې دا مسئله به له حقوقي لارو چارو څخه تعقیبوي او هڅه به کوي چې ژر یې حل کړي.

د پاکستان دا الوتکه له برتانوي شرکت سره د ۱۴میلیون ډالرو د دعوې له کبله ایساره کړل شوې ده.

عبدالله خان وویل: «مالیزیا د محکمې په یو طرفه پرېکړې سره پي آی اې الوتکه ایساره کړې ده. دا ځنډېدلې قضیه د پي آی اې او په برتانیا کې د یوې بلې ډلې ترمنځ‌ ده.»

په قضیه کې بل اړخ د «پېرېګراین هوايي چلند چارلي لمېتډ» دی او قضیه د هغو دوو جټ الوتکو په اړه ده چې په دوبلین کې د «اېرکپ» شرکت پي آی اې ته په کرایه ورکړي دي. د «اېرکپ» شرکت په ۲۰۱۵د نړۍ یو لوی کرایه ورکوونکی شرکت بلل کېده.

رویټرز خبري اژانس وایي چې محکمې د تېرې میاشت د پرېکړې په اساس پاکستان نړیوال هوايي شرکت ته ویل شوي وو چې د کولالمپور هوايي ډګر د بوېنګ ۷۷۷-۲۰۰آي ار دوو الوتکو له ښکته کېدو او درېدو وروسته تر امرثاني پورې باید دا الوتکې ونه خوځول شي.‌

د مالیزیا د ترانسپورت وزارت ویلي دي چې دا الوتکې د یوې حقوقي قضیې په اساس ایسار کړل شوي دي.

تر دې دمه د پاکستان د صدراعظم او بهرنیو چارو وزارتونو په دې اړه څه نه دي ویلي. دمالیزیا د هوايي ډګرونو د ملکیت ادارې ویلي ‌دي چې دا قضیه د الوتکې په عملیاتو او پروازونو پورې اړه نلري.

په مالیزیا کې د پاکستان عالي کمېشنري وايي چې ”د مالیزیا له اړندو چارواکو او د پي آی اې سره په تماس کې دي چې دا مسئله حل کړي.”‌

تېرکال د کروناویروس له کبله د پروازونو له بندیدو او ځنډېدو وروسته د اټکل له مخې پي آی اي څه باندې ۴میلیارد ډالر تاوان کړی. په مۍ میاشت کې د پروازونو له بیا پیل کېدو وروسته د پي آی اې یوه الوتکه په کراچۍ کې وغورځېده او ۹۷کسان په کې مړه شول.