شاته

انډویشیا کې سختې زلزلې ۳۵ کسان وژلي په سوؤنو نور ژوبل

د6.2 دا سخته زلزله د د زیارت اؤ جمعې په منځ شپه دانډونیشیا په سلاویسي جزیره کې راغلې اؤ زلزلې له امله 35 کسان مړه شوي اؤ په سوؤنو نور ژوبل شوي دي،

په عین حال کې د زمکې د وضعیت معلومولو ادارې خبرداری ورکړی چې ددې زلزلې وروسته ددې افټر شاکس یا جړقونه بیا هم مخې ته راتلی شي اؤ احتمال دی دا دومره زورور هم وي چې یوه سونامي وزیږوي.

نړیوالې خبري شبکې رائټرز پخپل راپور کې ویلي د زلزلې اؤ دهغې نه وروسته د افټر شاکس یا جړقونو له امله 35 کسان مړه شوي اؤ په سوؤنو نور‌ ژوبل شوي دي.

په دې زلزله کې تر 60ؤ زیات کورونه ړنګ شوي اؤ ددې ترڅنګ دوؤ هوټلونو اؤ دصوبې دګورنز دفتر ته هم زیان اوښتی دی.

د قدرتي افتونو په وخت دانډونیشیا دمرستندویه ادارې مشر ډارنو ماجد ویلي په مجینی سیمه اؤ خوا وشا کې د۳۵ کسانو دمړینې پخلی شوی خو اندېښنه ده چې د مړینو دا شمیره نوره هم سیوا شي .

هغه دا هم ویلي چې وړومبي معلومات ښایي ۶۳۷کسان په مجینی اؤ ۲۴ په ماموجو سیمه کې ژوبل شوي دي.

په کال 2018م کې هم دې جزیره سلاویسي کې سخته زلزله راغلې وه چې پکې په زرګونو کسان مړه شوي وؤ