شاته

بایډن ۱.۹تریلیون ډالر د کروناویروس د مرستو پلان اعلان کړ

د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن د کروناویروس د مرستو او د کرونا له کبله په اقتصادي لحاظ د زیانمنو شویو امریکایانو سره د مالي مرستو نوی پلان اعلان کړ.

ښاغلي‌ بایډن تاکید وکړ چې باید دا طرحه ژر ومنل شي چې امریکایانو ته مرستې ورسول شي. هغه د سه شنبې په ورځ جنوري ۱۴ (مرغومي ۲۵) ناوخته دا پلان اعلان کړ.

د دغه پلان په اساس به اکثریت امریکایانو ته ۱۴۰۰ ډالر ورکول کیږي، په مصون ډول به د ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو لګښت برابریږي او د کروناویروس ضد واکسین ملي پروګرام به پراخیږي.

همدغه راز په دغه پلان کې هغو خلکو ته د اونۍ ۴۰۰ ډالر هم په پام کې نیول شوي چې دکروناویروس له کبله بې کاره او بې روزګاره شوي‌ دي، دا پروګرام به تر سپتمبر پورې وي.

د کوچینو کاروبارونو او تجارتونو سره مرسته چې کروناځپلي دي هم په دغه پلان کې شامله ده.

د امریکا د منتخب ولسمشر جوبایډن د انتقال ټیم وايي چې «دا پلان ډېر لوړ دی خو عملي کېدونکی» دی. د خپرې شوې اعلامیې په اساس دا پلان ۱.۹ تریلیون ډالر کیږي. څه موده مخکې د جمهوریت غوښتونکو استازو دومره مقدار پېسې بیخې زیاتې بللې وې.

په همدې حال کې په سنا کې د جمهوریت غوښتونکو استازي جان کارني په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې دا باید هېره نشي چې څو ورځې مخکې د ۹۰۰ بیلیون ډالرو بودیجه ومنل شوه.

شاوخوا دوې اونۍ مخکې ولسمشر ټرمپ د ۲۰۲۱کلنۍ بودیجه چې ۲.۳تریلیون ډالر دي امضا کړه. په دې کې ۹۰۰میلیارد یې د کروناویروس مرستې بلل کیږي.

څو ورځې مخکې په سنا کې دموکرات استازي جوې مانچین وویل: « که د مرستو دا لړۍ ختمه شي، باید هغو خلکو ته رسېدګي وشي چې ضرورت لري.»

منتخب ولسمشر جوبایډن وار دمخه د خپل کار په لومړیو ۱۰۰ ورځو کې ځان ته یو هدف ټاکلی دی چې د کروناویروس ۱۰۰ میلیون واکسین (ډوزه) به تولیدوي. ښاغلی بایډن د جنورۍ په ۲۰ تاریخ لوړه کوي.

په نوي پلان کې د ۲۰۰ میلیارد ډالرو ملي پلان هم شامل دی چې په لېرو پرتو سیمو کې له ټولنو او واکسین د ګرځنده مرکزونو سره مرسته ده او دا پلان به د ایالتونو او سیمې د حکومتو او ادارو سره په ګډه عملي کیږي.

ښاغلي بایډن د سه شنبې په ورځ وویل: « دا به د عملیاتي هڅو په برخه کې تر ټولو ننګونی کار کوي چې موږ یې د ملت په توګه پیل کړی دی. که له ځمکې کیږي‌ یا له اسمان څخه، موږ باید ډېر خلک واکسین کړو.»

د امریکا د متحدو ایالتونو تر دې دمه دوه ډول واکسینونونه تائید کړي دي چې په بېړنیو حالاتو کې وشي. دا دواړه دوه-دوه ستنې کیږي او تر دې دمه په امریکا کې څه باندې ۱۰۰ میلیون خلکو ته واکسین شوی دی.

د کروناویروس له کبله تر دې دمه په ټولې امریکا کې څه باندې ۳۸۸زره کسان مړه شوي او شاوخوا ۲۳میلیون نور په دغه ویروس اخته دي.

دا ویروس د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور شو. د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دې دمه ټولې نړۍ کې نژدې دوه میلیون خلک د دغه ویروس له کبله مړه شوي او څه باندې ۹۳ میلیون نور پرې اخته شوي دي.