شاته

اندونیزیا کې زلزله شوې او لسګونه کسان مړه شوي

په اندونیزیا کې چارواکي‌ وايي چې د جمعې په ورځ جنوري ۱۵ ( مرغومي ۲۶) د «سولاویسي» په ټاپو کې زلزله شوې ده او له کبله یې لږ تر لږه ۳۴ کسان مړه شوي‌دي.

د ریختر په کچه د زلزلې شدت ۶.۲ ښودل شوی دی. سیمه ییز چارواکي وايي په زلزلې کې ځینې کورونه او تجارتي ودانۍ نړیدلې او په ځینو برخو کې ځمکه هم ښویدلې ده.

په اندونیزیا کې د بېړنیو حالاتو سره د مبارزې اداره وايي‌ چې په دغو پېښو کې تر ۶۰۰ زیات کسان ژوبل شوي او یو شمېر نور تر نړیدلو ودانیو لاندې ګېر پاتې دي.

د امریکا د جیولوژۍ سروې وايي چې د دغې زلزلې مرکز د لویدیځ‌ ولایت «سولاویسي» په ۳۶ کیلو مېترۍ کې د «ماموجو» په ولسوالۍ کې و. زلزله په ځايي وخت د شپې په ۲:۱۸ بجې شوې ده.

دغلته یو روغتون هم نړېدلی دی او د ژغورنې ډله هڅه کوي چې څه باندې لس مریضان او د روغتون کارکوونکي له نړیدلې ودانۍ څخه راوباسي.

چارواکي‌ وايي چې په دریو برخو کې ځمکې ښویدلې دي او د دغې ولسوالۍ سره یې یوه عمومي لاره هم بنده شوې ده.

د اندونیزیا د سره صلیب ادارې هم اعلان کړی دی چې د ژغورنې ډلې یې سیمې ته استولې دي.

د پنجشنبې په ورځ هم په دې سیمه کې زلزله وشوه چې شدت یې ۵.۹ و، ځینې ودانۍ یې زیانمنې کړې خو تلفات یې نلرل.

اندونیزیا د «اور حلقه» سره نژدې ده چې د نړۍ یوه متحرکه سیمه بلل کیږي او له کبله یې وخت ناوخت په دغه هېواد کې زلزله، اتشفشان او سونامي کیږي.

په ۲۰۱۷ کې په دغه سیمه کې د ۷.۵ په شدت زلزله وشوه چې سونامي یې راوپاروله. په دغې پېښې کې څه باندې ۴۰۰۰ کسان مړه شول.

همداراز د ۲۰۰۴ کال د ډسمبر په میاشت کې په سوماترا کې د ۹.۱ په شدت زلزله وشوه او لویه سونامي یې وزېږوله چې له کبله یې ۲۳۰زره کسان مړه شول.