شاته

هلمند کې د طالبانو له زندان څخه ۱۳ کسان خوشې شول - دفاع وزارت

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې تیره شپه د هلمند ولایت په واشیر ولسوالۍ کې افغان کومانډو ځواکونو د طالبانو یو زندان مات کړی دی.

دفاع وزارت په یو بیان کې ویلي چې د طالبانو له دغه زندان څخه ۱۳ تنه خوشې شوې دي، چې لویه برخه یې ملکي وګړي دي.

په بیان کې راغلي: "د ملي اردو کمانډو ځانګړو ځواکونو د هلمند ولایت په «واشیر» ولسوالۍ کې د طالبانو پر یو زندان عملیات تر سره کړل، چې په ترڅ کې یې د یو پولیس په ګډون، ۱۳ تنه چې د طالبانو سره بندیان وو، آزاد کړل".

دفاع وزارت ویلي چې په دغو عملیاتو کې د طالبانو یو کرولا موټر، درې موټر سایکل او یوه ایکم مخابره د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې ده.

په هلمند کې د طالبانو د زندان ماتولو ترڅنګ د افغانستان دفاع وزارت په لوګر ولایت کې د دغې ډلې د ماین جوړولو د یوې لویې کارخانې د له منځه وړلو خبر هم ورکړی دی.

دفاع وزارت په یو بیان کې ویلي چې د طالبانو د ماین جوړولو دغه کارخانه د لوګر ولایت د مرکز اړوند په "سپیڅ" سیمه کې موقعیت درلود او د کومانډو ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې کشف او له منځه وړل شوې ده.

دفاع وزارت زیاته کړې چې په دې کارخانه کې "د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې او په یاد ولایت کې د پلچکونو او عام المنفعه تاسیساتو د ورانولو" لپاره ماینونه جوړیدل.

په بیان کې دغه راز راغلي چې په دغه عملياتو کې امنيتي ځواکونو یوه اندازه مهمات او چاودیدونکي توکي هم نیولي دي.

طالبانو تراوسه په هلمند او لوګر ولایتونو کې د دغو علمیاتو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.