شاته

'افغانستان کې د وریجو حاصلات ۱۵ سلنه ډېر شوي'

د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي چې د روان هجري لمریز کال په اوږدو کې د افغانستان د وریجو حاصلات ۱۵ سلنه ډېر شوي دي.

د یاد وزارت چاواکي وايي تېر کال افغانستان کې د وریجو ۳۸۳ مټریک ټنه حاصل ترلاسه شوی و خو په سږني حاصلاتو کې د تېر کال حاصل سربېره ۵۷ زره ټنه زیاتوالی راغلی چې په ټوله کې ۴۴۰ زره مټریک ټنو ته رسېږي.

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي نن سه شنبه ډسمبر ۲۹ (مرغومی ۹) په دې اړه امریکا غږ ته وویل: "د کرنې وزارت له خوا په ځینو سیمو کې د اوبو لګولو شبکو جوړول او کروندګرو ته د حاصلاتو ډېرېدو په اړه عامه پوهاوی د سږني حاصلاتو د ډېرېدو لاملونه دي."

وریجې د افغانستان د خلکو د لوی مصرفوونکي توکو څخه دي.

د کرنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ چې د افغانستان د ملي احصايي او معلوماتو ادارې د اټکل له مخې اخیستل شوي ښيي چې افغانستان د کورني تولید تر څنګ هر کال د ۲۱۵ زره ټنو وریجو کموالی سره مخ کیږي.

دغه تشه بیا د هند او پاکستان نه را وارد شوې وریجې ډکوي.

اوس مهال افغانستان کې پر ۱۴۷ زره هکټار کروندو ځمکو باندې وریجې کرل کیږي.

کندز، تخار، بغلان او ننګرهار د وریجو لوی تولیدوونکي ولایتونه دي.