شاته

د افغانستان راشد خان په شل اووریزو لوبو کې د لسیزې غوره لوبغاړی، د پاکستان پخوانیو لوبغاړو د کرکټ په نړیوال کونسل تنقید کړی دی

د کرکټ نړيوال کونسل يا ايي سي سي د يک شمبې په ورځ د تيرې لسيزي د ټيسټ ،يو ورځنۍ او شل اوريزه غوره لوبډلو اعلان کړی. د دې سره سم د هند کپتان ويرات کوهلي د يو ورځنۍ مقابلو د لسيزي غوره لوبغاړی ګرځولی او د افغانستان راشدخان ته په شل اوريزه لوبو کې د لسيزي غوره لوبغاړي جائزه ورکړل شوې.

د هند د کرکټ ډلې کپتان ويرات کوهلي ته د سر ګيري سوبر جائزه هم ورکړل شوې.

په ټولنيزو رسنيو د ياد کړل شوؤ لوبغاړو ستائنې او ورته مبارکۍ وئيل شوي خو د پاکستاني اولس او پخوانيو لوبغاړو لخوا سخت غبرګون مخې ته راغلی ځکه چې د ټيسټ،يو ورځنۍ او د شل اوريزه لوبو په يوه ډله کې هم د کوم پاکستاني لوبغاړي نوم نه دی اچول شوی.

د لسيزې په غوره لوبغاړو شل اوريزه لوبډله کې د ايي سي سي لخوا د افغانستان راشدخان، د هند ويرات کوهلي،ايم ايس دهوني،جسپرټ بومرا، د ويسټ انډيز کريس ګيل او کيرون پولارډ،د اسټريليا ايرون فينچ او ګلن ميګسويل، د سويلي افريقه ايبي ډيويليرز او د سري لنکه لاسيت ملنګا شامل کړی شوي.

د يو ورځنۍ کرکټ د لسيزې غوره لوبډله کې د هند روهت شرما،ويرات کوهلي او ايم ايس دهوني، د اسټريليا ډيوډوارنر او ميچل سټارک،دسويلي افريقه ای بي ډيوليرز او عمران طاهر، بنګلاديش شکيب حسن،د نيوزي لينډ مرينټ بولټ، د برطانيۍ بن سټوکس او د سري لنکه لاست ملنګا له ائ سي سي لخوه شامل کړی شوي.

د ټيسټ کرکټ د لسيزي غوره لوبډله کې د برطانيي السټرکوک،بن سټوکس،جيمزانډرسن او اسټيورټ براډ، د اسټريليا ډيوډ وارنر او سټيوسميت ، د هند ويرات کوهلي او ايشوين،د سويلي افريقه ډيل سټين، د نيوزي لينډ ويليم سن او د سري لنکه کمارسنګاکاره نومونه شامل کړی شوي.

د پاکستان پخواني تيز بالر شعيب اختر په خپل ټويټر ليکلي چې دا د ايي سي سي نه بلکه د ايي پي ايل يا هندي پريمئر ليګ د لسيزي غوره لوبډلې دي او د پاکستاني لوبغاړي ددغو غړيتوب ته اړتيا نه لري.

د پاکستان بل پخواني کرکټر راشدلطيف ليکلي د ايي سي سي نه د لسيزي غوره لوبغاړو په نوم ليکنه کې تيروتنه شوې او ترې د ايي پي ايل ټکی په ليکلو کې هير شوی.

ياده دې وي د کرکټ د لسيزي غوره لوبغاړو ټاکنه د کرکټ نړيوال کونسل د کليزه جائزو پروګرام لاندې د لوبغاړو د تير لسو کالو د غوره لوبې پر اساس کۍ. د لوبغاړو د ټاکنې کميټۍ کې د نړۍ ستر د لوبو صحافيان،ليکوالان او د کونسل د انتظامي چارو ستر مشر شامل وي.