شاته

د امریکا د مخالفت سره سره ترکیه او روسیه نظامي اړیکي ټېنګوي

د روسیې او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي دي چې په ترکیې باندې د امریکا د متحدو ایالتونو بندیزونه د مسکو-انقره د نظامي اړیکو مخه نشي نیولی.

په همدې میاشت کې ترکیې له روسیې څخه د اس-۴۰۰ د دفاع راکټي سیستم وپلوره او امریکا له دې کبله د ترکیې د دفاع په وزیر، د دغې ادارې په رئیس او دریو نورو چارواکو بندیزونه ولګول.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرکي لاورف د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۲۹ (مرغومي ۹) له خپل ترکیي سیال سره تر ملاقات وروسته په مسکو کې خبریالانو ته وویل: « موږ دواړه خواوې غواړو نظامي روابط غښتلي کړو.»

هغه وویل چې د روسیې ولسمشر ویلادي میرپوتین د ترکیې منندوی دی چې د «واشنګټن د نامشروع فشار سره سره په دغه برخه کې» همکاري غواړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو وویل چې پر ترکیې د امریکا بندیزونه «پاروونکي دي» او په خبره یې انقره به له خپل هدف څخه را ونه ګرځی.

هغه وویل: « غوره ګڼو چې د اس-۴۰۰ په ګډون مسایل د خبرو له لارې حل شي.»

امریکا خبرداری ورکړی و چې د اس-۴۰۰ سیستم د ناټو جنګي الوتکو او دفاعي سیستم ته خطر دی، خو بیا هم ترکیې تېرکال د اس-۴۰۰ ډالرو سیستم وپېره، انتقال او وازمایه.