شاته

امریکا او روسیې د مخدراتو د قاچاقو یوه نړیواله شبکه ړنګه کړې

د روسیې فدرالي امنیتي څانګه وايي چې له امریکايي چارواکو سره یې د ګډ کار کولو په پایله کې ډېر زیات «کوکاین» نیولي او د نشه یي توکو د قاچاقو یوه نړیواله شبکه یې هم ړنګه کړې ده.

د مسکو او واشنګټن ترمنځ د همکارۍ په یوې ګډې او نادرې اعلامیې کې ویل شوي دي چې په دغو مشترکو عملیاتو کې ۳۳۰ کیلو ګرامه کوکاین – تر ډېره په مسکو کې- نیول شوي دي.

دا د روسیې د امنیتي څانګې او د امریکا د عدلي وزارت او نشه يي توکو ضد ادارې ترمنځ‌ مشترک عملیات وو.

دا عملیات څو میاشتې مخکې شوي دي. په اعلامیې کې ویل شوي دي چې دا مشترک عملیات د مۍ په میاشت کې په اس ټي-پېټرسبرګ کې پیل شول او هلته یې یوه جنايي ډله په نښه کړه چې له جنوبي امریکا څخه یې اروپا او روسیې ته کوکاین قاچاق کول.

د روسیې امنیتي څانګه وايي چې د نیول شویو کوکاینو ارزښت ۱۳.۶ میلیون ډالر کیږي.

رویټرز خبري اژانس په خپل راپور کې د ړنګې شوې شبکې په اړه څه نه دي ویلي،‌ او نه یې هم دا خبره کړې ده چې په دغو عملیاتو څوک نیول شوي که نه.

له سړې جګړې راپدیخوا د مسکو او واشنګټن ترمنځ روابط ډیر ساړه دي چې د سوریې له جګړې نیولې په ۲۰۱۶ کې د امریکا په انتخاباتو کې د مسکو د لاسوهنې د تورونو پورې مسایل او اختلافات په کې شامل دي.

خو بیا هم دواړه هېوادونه هڅه کوي چې د نړۍ په امنیتي چارو کې له یو بل سره همکاري وکړي.

د امریکا د نشه يي توکو په ضد ادارې او په مسکو کې د متحدو ایالتونو سفارت په دې اړه له تبصرې ډډه کړې ده.