شاته

لویه څانوالۍ ۱۳۹۹کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۹۹۰ قضيې څېړلي

د افغانستان لویه څارنوالي وایي، د روان ۱۳۹۹ هجري لمریز کال له پیله تر دې دمه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲زره ۹۹۰ قضیو ته رسیده ګي شوې ده.

په دغو قضیو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي بېلابېل ډولونه دي چې له دې ډلې ۱۳۷ یې د قتل، ۲۵۹ جنسي موارد، ۹۸ قضیې ځانوژنې ته د اړ کولو، ۲۳ یې فحشا ته د اړ ایستلو او ۲۹ موارد یې اجباري ودونه دي.

همدا شان یو زرو او ۵۰۱ قضیې د ښځو د وهلو ډبولو او ۵۱۷ قضیې نور یې د ښځو د ځورولو او د تاوتریخوالي نورې بڼې دي.

د لویې څارنوالۍ د ارزونې له مخې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو د ډېروالي معنا د تاوتریخوالي زیاتوالی نه، بلکې د دې ادارې په باور، د تاوتریخوالي د پېښو د ثبتولو د دود پراخوالی دی.

د دغې ادارې د راپور له مخې، سږ کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په برخه کې اجباري ودونه او اجباري اعتیاد پېښې کمې ثبت شوي دي.

په راپور کې ویل شوي، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو په تړاو ۳۲۷ تنه په بند او یا په نغدي جریمه محکوم شوي دي.

د لویې څارنوالۍ راپور وایي، کابل، بلخ، تخار او هرات د هېواد په کچه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته د رسیده ګۍ په برخه کې د نورو ولایتونو په سر کې ځای لري.

له دې ټولو سره-سره یو شمېر ښځينه فعالانې په دې باور دي چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی او باید عاملان یې پیدا او د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د ښځو حقوقي فعالې سهیلا رضایي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "زه په دې باوري یم چې تاو تریخوالی زیات شوی، په دې سربېره چې ناامنۍ، جګړې او د خلکو وژنې او نور تاوتریخوالي چې په افغانستان کې شته، موږ سږ کال له یوه بل مشکل سره هم چې کرونا ویروس و، مخ شوي وو چې له مخې یې ډېری ښځې په خپلو کورونو کې له تاوتریخوالي سره مخ کېدې چې موږ ښايي ترې هېڅ خبر هم نه یوو، نو تاوتریخوالی زیات شوی او ان دوه برابره شوی هم دی."

که څه هم د ځينو په باور، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي موضوع څه نوې نه ده، خو هغه څه چې د ښځو اندېښنې یې ډېرې کړي دي، په هېواد کې د تاوتریخوالي ډېروالی دی.

په افغانستان کې ډېری ښځې د مختلفو لاملونو له امله د تاوتریخوالي له بېلابېلو ډولونو سره مخ شوي، خو د ښځینه حقوقي فعالانو په باور، افغان ښځې د ټولنې هغه زیانمنه شوې برخه ده چې تل یې په یو ډول حقوق تر پښو لاندې شوي دي.