شاته

په هرنايي کې په اېف سي د حملې وروسته امنیتي ځواکونو د لټون عملیات پېل کړي

د بلوچستان په هرنايي ضلع کې په اېف سي ځواکونو د حملې وروسته په شاهرګي او خوا او شا سيمو کې امنیتي ادارو په پراخه کچه عمليات يا سرچ اپريشن شروع کړي دي.
د هرنايي مرستيال کمشنر سهېل انورهاشمي وي اوای ډيوه ته وويل په عملياتو کې د ليويز او فرنټېر کور يا ايف سي عسکر په ګڼ شمېر کې برخه اخلي او د پاکستان د پوځ هيلي کاپټرو څخه هم د هوايي څار کار اخيستل کيږي.

د کمشنر په خبره قریباً څلوريښت ساعته شوي دي چې سرچ اپريشن دوام لري خو لا څوک نه دي نیول شوي."دا ډيره لويه علاقه ده ، غټ غټ غرونه دي ، د تلو راتلو ټولې لارو باندې عسکر ځاي پر ځاي کړل شوي دي د امنيتي ځواکونو عسکر په لوړه کڅه پدې اپريشن کې برخه لري۔ بس زه في الحاله هم دغه معلومات درکولی شم"۔

د امنتي ځواکونو له لوري په هرنایي کې سرچ اپريشن د تيرې ورځې له وسلوال بريد وروسته پېل شوي.

د خالي يا شنبې په مازديګر د ايف سي ځواک په پوسته ولسوالو په لويو او وړو وسلو بريد کړی و. د ليويز چارواکو په وينا په دې بريد کې اووه عسکر وژل شوي او دولس ټپیان شوي دي.

د پاکستان د پوځ وياندې ادارې ايي ايس پي ار هم د پيښې پخلۍ کړی او دا بريد يې د ملک د دښمن قوتونه کار بللی ۔

د بريد پړه بيلتون غوښتونکې کالعدم بلوڅ وسلوالې ډلې بي ايل اې پر غاړه اخيستی دی۔

د ايي ايس پي ار لخوا په جاړي کړل شوي بيان کې ليکل شوي دي چې د وژل شویو عسکرو تعلق له پشين ، ډيره بګټي ، ځافظ اباد ، کوهاټ ، ډيره غازي خآن او مظفر ګړ څخه دی.

د پاکستان وزير اعظم عمران خان د ي پيښې تورپر هندوستان پورې کړۍ او پر خپل ټويټر پاڼه يې ليکلي چې تیره شپه د بلوچستان په هرنائي سيمه کې د ایف سي پر پوسته باندې ترهګریز برید کې د عسکرو په شهادت ډېر خواشیني دی ۔

د عمران خان په خبره ټول ملت د هندوستان تر ملاتړ لاندې د تروریستي بریدونو پت وړاندې له خپلو زړورو سرتیرو سره ولاړ دی۔ تر دې وړاندې هم د بلوچستان اوسني او پخؤانيو حکومتونو په ايالت کې د بدا منۍ زمه واره هندوستان بللی ،حکومتي او پوځي چارواکي تور لګوي چې هندوستان بلوڅ وسلوالې ډلې تربيه کوي او په بلوچستان کې يي و ترهګريز بريدونو ته هڅه وي ، بيلتون غوښتنوکې بلوڅ وسلوالې ډلې او هندوستان دغه تورونه ردوي ۔ هندوستان په پاکستان الزام لګوي چې په کشمیر کې وسله والو او په هند کې د ترهګرۍ مرسته کوي.

بلوچستان ايالت له تيرو څو لسيزو څخه ناامنه سيمه ده ، د ايالت په بلوڅ ميشتو سيمو کې پر پوځي او حکومتي چارواکو ، اورګاډو او سرکاري عمارتونو باندې د بريدونو زمه واري زياتره وخټ بيلا بيلې بلوڅ وسلوالو ډلې پر غاړه اخلي ۔

د حکومتي او پوځي چارواکو په خبره ، د وسلوالو زور يې کم کړی او اوس د پخوا په پرتله په بلوچستان ايالت کې امنيت وضع ښه شوې ۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.