شاته

دافغانستان دبې پلوه اؤ رڼو ټاکنو دبنسټ مشر یوسف رشید ووژل شو

چارواکي وایي دافغانستان د بې پلوه اؤ عادلانه ټاکنو دبنسټ مشر یوسف رشید پلازمینه کابل کې په یو وسله وال برید کې وژل شوی اؤ دهغه ډرائیور ژوبل شوی دی.

دکابل دامنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وي او ای ته ویلي د یوسف رشید په موټر دچهارشنبې په سهار دکابل ښار په تڼي سیمه کې برید شوی چې پکې لمړی هغه سخت ژوبل شو اؤ وروسته یې روغتون کې ساه ورکړه.

دهغه د وژنې ذمه واري لا کومې ډلې پغاړه نه ده اخستې اؤ دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پخپل یو لنډ بیان کې دهغه په وژنه کې د طالبانو لاس لرنه رد کړې ده.

طالب ویاند ویلي هغوئ غیرنظامي خلک اؤ مدني فعالان نه په نخښه کوي.

دافغانستان ولسمشر اشرف غني دیوسف رشید وژنه غندلې اؤ پخپل یو بیان کې یې ویلي داسې ترهګریز بریدونه سیوا کیدل به زمونږ د پرمختګونو مخه ونه نیول شي.

هغه دافغانستان رڼو ټاکنو کې د یوسف رشید خدمتونه ستائیلي اؤ دهغه کورنۍ ته یې د خواخوږۍ دمراتبو وړاندې کولو ترڅنګ اړونده چارواکو ته امر کړی چې په رشیدیوسف شوي برید کې دککړو کسانو په ضد باید جدي اقدام وکړي

د ولسمشر ویاند ښاغلي صدیق صدیقي هم په یوسف رشید دشوي برید سخته غندنه کړې اؤ په ټوئټر یې لیکلي په مدني، رسنیزو او ټاکنیزو فعالانو بریدونه په ازادۍ او د افغانستان په ولسواکۍ برید دی.

افغانستان کې دامریکایي سفارت شازدافئیر راس ویلسن هم په ټوئټر د یوسف رشید په وژنه خفګان ښکاره کړی اؤ افغانستان کې د ډیموکراسۍ د ودې اؤ د ټاکنو رڼولو دپاره یې دهغه خدمات ستائیلي‌ دي.