شاته

افغانستان کې تازه ۲۷۱ تنه کرونا نیولي،۲۱ تنه نور مړه شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۲۷۱ مثبتو پېښو د ثبتېدو او ۲۱ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن چهارشنبه ډسمبر ۲۳ (مرغومې دریمه) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د۲۰۵۷مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې په وینا یې ۲۷۱يې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۱۳۶۰ ته پورته شو.

همدارنګه تیره شپه او ورځ په هیواد کې د کرونا ویروس له امله۲۱تنه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۱۲۶ تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ ۱۳۶ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر هم ۳۹۹۲۰ ته لوړ شو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې شااوخوا ۷۶ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې یومیلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.