د امریکې د دفاع وزارت سرپرست د کابل سفر کړی، اشرف غني سره يې د سولې او امنيت په موضوعاتو خبرې کړي
د امریکې د دفاع وزارت سرپرست [قايم مقام] کرسټوفر میلر د کابل سفر کړی د افغان ولسمشر اشرف غني سره یې په دغه هېواد کې "د سولې پروسې، د افغانستان او سیمې د وضعیت او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د لازیات ملاتړ په اړه بحث او خبرې" کړي دي.
د کرسټوفر ميلر د سفر په اړه ارګ ويلي، نوموړي د نهې/ سه شنبې په مازيګر د لوړ پوړي پلاوي سره د کابل سفر کړی دی.
کرسټوفر ميلر په ارګ کې د افغان ولسمشر اشرف غني او نورو دولتي چارواکو سره ليدلي، د افغانستان د سولې د پروسې ترڅنګ یې ورسره د افغانستان او سیمي د امنيت او افغان دفاعي او امنيتي ځواکونو دپاره د امریکا د ملاتړ په اړه خبرې اترې کړي دي.
ميلر "د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتېژیکو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او ويلي يې دي د امریکا حکومت به د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان حکومت او خلکو ترڅنګ پاتې شي".
هغه په افغانستان کې د تاؤ تريخوالي په سېوا کېدو اندېښنه څرګنده کړې او د تلپاتې په اوربند کولو يې ټينګار کړی دی.
د ارګ ترمخه کرسټوفر ميلي ويلي امریکا به د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ دوامداره ساتي.
په دغه موقع اشرف غني ویلي، د افغانستان او امریکې اړيکې پياوړې دي او تل به پايدارې وي، هغه زياته کړې افغان حکومت د سولې دپاره عملي ګامونه پورته کړي بايد طالبان هم په دغه لړ کې خپل نيټ ښکاره کړي.
کرسټوفر میلر په داسې حال کې د کابل او دوحې سفرونه کړی چې د امریکايي صدر ډانلډ ټرمپ انتظاميه وايي د راتلونکې مياشتې د نيمايۍ پورې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېره د 4500 نه تر 2500 راکموي.
د فرورۍ په مياشت کې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې توافقنامه شوې او بيا د ستمبر په مياشت کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنخ خبرې پېل شوي چې پکې د ځنډ هم ښکار شوي او اوس په دغو خبرو کې د 14م دسمبر نه تر پينځمې جنورۍ پورې وقفه ده.
د فرورۍ د توافقنامې لاندې طالبانو په امریکايي ځواکونو بريدونه ودرولي خو په افغان ځواکونو يې بريدونه دوام لري.
په عېن حال کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په بېن الافغاني خبرو کې د شلو ورځو دپاره وقفه ده چې په پينځمه جنورۍ به دغه وقفه پای ته رسي.