شاته

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ مشر یوسف رشید ووژل شو

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرائيوي رئيس یوسف رشید په وسله وال برید کې وژل شوی دی.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، چې د نوموړي پر موټر وسله وال برید نن چهارشنبه سهار ډسمبر۲۳(مرغومې دریمه) د کابل ښار په «ټني کوټ» سیمه کې شوی دی.

داسې ویل کیږي چې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرائیوي رئیس په برید کې تر ټپي کېدو وروسته په روغتون کې ساه ورکړې ده.

فرامرز زیاته کړې چې په دغه برید کې د هغه موټر چلوونکی ټپي شوی دی.

د کابل امنیتي چارواکي همدارنګه زیاتوي چې نن سهار د کابل ښار دولسمه امنيتي حوزه کې یو پولیس هم د ماین چاودنه کې وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

نوموړى زياتوي چې په چاودنه کې يو پوليس وژل شوى او يو بل ټپي شوى دى

تېره ورځ هم د کابل ښار په اوومه ناحیه کې د چسپکي ماین چاودنې له امله پنځه تنه ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول.

په پرونۍ چاودنه کې د افغانستان د زندانونو چارو د سمون ادارې د روغتیا ریاست عمومي مدیره او سرپرسته سمونواله ډاکټر نظیفه " ابراهیمي" او د دغه ادارې یو بل ډاکتر او موټر چلوونکی وژل شول.

د تیرې یکشنبې په ورځ بیا د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې د موټر برید له امله لس تنه ملکي وګړي ووژل شول او ۵۲ تنه نور ټپیان شول.

تر دې مخکې د کابل مرستیال والي محبوب الله محبي او د هغه سکرټر هم د کابل ښار په نهمه امنیتي حوزه کې د چسپکي ماین په چاودنه کې ووژل شول.

تر دا مهاله د دغه ټولو پېښو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.