شاته

د کریمه بلوچ په مړینه د بخښنې نړیوال سازمان او نورو بشري ډلو اندیښنه

د بشري حقونو د بخښنې نړیوال سازمان یا امنیسټي انټرنیشنل، د بشري حقونو سیمه ییزو سازمانونو او مدافعینو په کاناډا کې د بلوڅ سیاستوالې او مدني فعالې کریمه بلوچ په «مرموزه» مړینه اندیښنه ښودلې ده.

دغو سازمانونو د کاناډا د تورنتو ایالت له چارواکو غوښتي چې ددغې فعالې د مړینې په هکله جدي پلټنه وکړي.

۳۴ کلنه کریمه بلوچ د بلوچستان د زده کوونکو د سازمان پخوانۍ یواځنۍ مشره او د بشري حقونو فعاله وه. د دسمبر په ۲۰ د کاناډا د ټورنټو ښار پولیسو د هغې د ورکېدو خبر ورکړی او بیا یې کورنۍ تائید کړه چې پولیسو یې د دسمبر په ۲۱ مړی وموند.

پولیس وایي کریمه بلوچ د یکشبې په ورځ‌ دسمبر ۲۰ ماسپښین تقریباً درې بجې د ټورنټو په بې سټریټ او کوې ویسټ سیمو کې لیدل شوې وه، خو وروسته بې درکه شوه.

د بخښنې نړیوال سازمان په ځپله ټویټر پاڼه لیکلي: "د کاناډا په ټورنټو کې د ټولنیزې فعالې کریمه بلوچ مړینه ډیره خواشینوونکی ده، سمدستي او اغېزناکه پلټنه او د قانون منګولو ته د مجرمانو سپارل پکار دي".

د بلوچستان د بشري حقونو ګڼو سازمانونو او فعالینو او همداشان بلوچستان د وکیلانو اتحادیې هم د کریمه بلوچ پر مړینه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د کریمه بلوچ پر مړینې د خواشینۍ د څرګندولو په ترڅ کې په ټویټر لیکلي دي: "د هغې وژنه د هغو مظلومو ملتونو لپاره لوی تاوان دی چې د ژوند کولو د حق او حیثیت لپاره مبارزه کوي، پکار ده مجرمان ونیول شي او دا ډول ځپل ودرول شي، موږ بلوچ ملت ته تسلي وایو".

که څه هم پولیسو سمدستي د هغې د مړینې د غلت په هکله څه ندي ویلي، خو په ټولنیزو رسنیو کې ګڼ شمېر خلک شک څرګندوي چې کیدای شي هغه به د چا له خوا "وژل شوې" وي.

د امریکاغږ ډیوه رادیو لیکلي چې کریمه بلوچ په بلوچستان کې د جبري بې درکه بلوچانو د موندلو لپاره موثر ږغ ګڼل کيده. هغه څو کاله وړاندې له پاکستان څخه کاناډا ته تللې وه او هلته یې سیاسي پناه اخیستې وه.