شاته

پاکستان وایي افغانستان سره یې دترجیحي تجارت په اړه خبرې اؤ ټرانزیټي تړون ته بیا کتنه وروستي پړاؤ کې دي

د تجارت او سرمایه کارۍ لپاره د وزير اعظم مشاور رزاق داؤد وايي چې د افغانستان سره د ترجيحي تجارت په اړه د اړونده اړخوترمنځ خبرې پېل شوې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ ټرانزیټي لوظنامې ته هم د بيا کتنې کار اخري پړاؤ ته ننوتی دی.

مطبوعاتو د پاکستان د سرکاري چارواکو له خولې ليکلي چې پرون په دې لړ کې د رزاق داؤد په مشرۍ يوه غونډه هم شوې ده.

ځاي مطبوعات دا هم وايي چې سږ کال د دسمبر په 28مه نېټه پاکستان ته راروان افغان پلاوي سره به د دوه اړخیزه تجارت سېوا کولو لپاره په شريکه پوله د مشترکه تجارتي منډیانو په جوړؤلو هم خبرې وشي.

د پاکستان اؤ افغانستان دګډ تجارتي اطاق پخوانی مشر او تاجر انجينير دارو خان ډيوه ته وايي ترجيحي تجارتي لوظنامه به د داوړه هېوادونو په ګټه وي خو زياتوي باېد چې ټرانزیټي لوظنامه کې ځنې بدلونونه راوستل شي.

هغه وايي کله چې افغان ټرکونه کراچۍ ته لاړ شي نو ددې انشورنس کېږي او بيا دې ته ټرېکر لګي، سکېن کېږي او چې کله د بونډېډ کېريېر د لارې وړل کېږي نو يو ځل ورته بېا ټرېکر لګى او دا ټول چېکس وړيا نه دي.

دهغه په وینا ددې هرڅه سره د تجارت لګښت سېوا کېږي او ددې سره سره د کنټېنر شپږ لکه روپۍ سيکيورټي اخستل کېږي او چې کله کنټېنر په ځنډ ورسىږي نو په هغې درنه جرمانه هم لګي او پکار ده چې ټرانزیټي لوظنامه کې دې ته بيا کتنه وشي.

دا وخت د پاکستان او افغانستان ترمنځ تجارتي حجم يونيم بيليونه ډالر دی او څېړونکي وايي که د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارتي ستونزې هوارې شي نو دا پينځه بيلينه ډالر ته رسېدلی شي.

اخوا د افغانستان سره د غلې او اوچې مېوې کاروبار کوونکي د جنوبي وزیرستان وانا تاجر سردار علي ډيوه ته وايي د افغانستان خواته د تجارت په اړه ستونزې نه لري خو په انګور اډه تاجران د ځنې مسلو سره مخ دي.

هغه وايي په پوله د پاکستان پوځ، اسخباراتي ادارې، اېف سي او د کسټم چارواکي ولاړ وي او د هغوئ د خپل مېنځي اختلاف له امله اکثر د ستونزو سره مخامخ کېږي.

هغه د حکومت نه غواړي باېد چې د تجارت د انتظام چارې يوې ادارې ته وسپارل شي.

رزق داود وايي د پاکستان او افغانستان ترمنځ ترجيحي تجارتي لوظنامې ته به راتلونکي کال کي غوڅ شکل ورکړل شي او ددې ترڅنګ د بيا کتنې وروسته ټرانزیټي لوظنامه به هم کال 2021ک کې لاسلیک کړې شي.