شاته

اشرف غني سره دامریکایي پوځ دمرکزي قومندانۍ دمشر جنرال مک کینزي لیدنه،په سوله اؤ‌ امنیت یې ورسره خبرې کړي

د امریکام د پوځ مرکزي قومندانۍ (سنتکام) قومندان جنرال مک کینزي دافغان ولسمشر اشرف غني سره لیدلي اؤ ډاډ یې ورکړی چې امریکا به دافغانستان امنیتي اؤ دفاعي ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخې دغه کتنه چې تیرماښام د ارګ په صدارتي ماڼۍ کې شوې، پکې دواړو لوریو د افغانستان د سولې پروسې او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په اړه خبرې اترې کړي دي.

کتنه کې دافغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز، د چارو ادارې لوی رئیس، د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان او د امریکا متحدو ایالتونو سفارت شارژافیر هم برخه لرله.

دافغان صدارتي ماڼۍ په بیان کې ددې ملاقات په اړه نور جذئیات نه دي روښانه شوي خو د یوې اوونۍ په مهال دا د ولسمشر اشرف غني سره د لوړ پوړو امریکایي چارواکو دوهمه لیدنه ده چې ورسره یې کړې ده.

تر دې وړاندې په ۱۶م دسمبر دامریکې پوځي مشر جنرال مارک میلي په کابل کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني سره لیدنه کړې وه اؤ ورسره یې په افغان سوله،دتاؤتریخوالي په کمښت اؤ افغانستان کې په دائمي اوربند خبرې کړي وې.

امریکایي پوځي چارواکي د افغان ولسمشر اشرف غني سره دا لیدنې په داسې حال کې کوي چې دامریکې ددفاع سرپرست وزیر له وړاندې اعلان کړی دی چې د جنورۍ تر میاشتې به افغانستان کې دخپلو ځواکونو شمیره د۴۵۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته راکوزوي.

خو څومره چې دجنورۍ میاشتې ته ورځې نزدې کیږي نو په افغانستان کې ورسره د جګړو،تشدد،بمي چاودنو اؤ بریدونو لړۍ چټک کیږي.

تیره اوونۍ د امریکې پوځي مشر جنرل مارک ای مېلي په قطر کې د طالب استازو سره هم په افغانستان کې د تشدد په فوري توګه د کمېدو او د سیاسي جوړ جاړي عمل د ګړندي کوولو په ضرورت خبرې کړي وې.

روانه میاشت قطر کې دطالبانو اؤ افغان دولت دمرکچي پلاوي ترمنځ دبین الافغاني خبرو په ایجنډه داتفاق پیدا کیدو نه وروسته تیره اوونۍ دطالبانو د سیاسي کمیسیون یو پلاوی هم دملاعبدالغني برادر په مشرۍ دقطر نه اسلام اباد ته رسیدلی ؤ اؤ دغلته یې دپاکستان وزیراعظم عمران خان اؤ دبهرنیو چارو وزیر سره مهمې لیدنې کړې وې.

افغان دولت ویلي وؤ اسلام اباد ته دطالبانو دا سفر دکابل په مشوره شوی دی اؤ کله چې طالبان مشران په اسلام اباد کې موجود وؤ نو دپاکستان وزیراعظم عمران خان دافغان ولسمشر اشرف غني سره په ټيلي فون اړیکه هم نیولې وه اؤ هغه سره یې دسولې په روانو هڅو اؤ‌ بین الافغاني مذاکراتو خبرې کړې وې.

افغان سولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، افغان ولسمشر اشرف غني اؤ نورو افغان سیاسي مشرانو په دې وورستیو کې څو کرته په طالبانو غږ کړی چې اوربند ته غاړه کښیږدي خو طالبانو ددې ټولو فعالیتونو اؤ غوښتنو باوجود لا تر اوسه اوربند ته رضائیت نه دی ښودلی.

دپاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي تیره اوونۍ ویلي وؤ هېله کېده په افغانستان کې د تشدد کچه راټیټه شي، مګر د هېلو برعکس اوس په تشدد کې کموالی نه لیدل کیږي.

هغه ویلي وؤ "زمونږ خواهش دا دی چې په تشدد کې کمی راشي. خو دا ذمه واري یوازې په طالبانو نشي اچول کیدی. ټول اړخونه باید خپل کردار ادا کړي، دا چې ټول بوج صرف په طالبانو واچول شي، دا د به حقایقو برعکس وي"

خو اوړمه ورځ افغان سولې دپاره امریکایي استازي زلمي خلیلزاد په ټوئټر لیکلي وؤ موږ د تاوتریخوالي روانه لوړه کچه غندو او هغوي ټول غندو چې په افغانستان کې دغه راز بریدونو ته، چې وحشت او وینه تویول رامنځته کوي، اجازه ورکوي او ترسره کوي یې.

دافغانستان دکورنیو چارو وزارت دعوه کوي چې په تېرو درېوؤ میاشتو کې د طالبانو په بریدونو کې ۴۸۷ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۰۴۹ نور ټپیان شوي دي.

طالبان دافغان دولت دا دعوې ردوي اؤ وایي چې افغان ځواکونه په ملکي خلکو بریدونه کوي اؤ ګڼ شمیر عام خلک یې وژلي‌ دي.