شاته

امریکا د برتانیې له مسافرو څخه تر پرواز مخکې د کورونا ټېسټونه غواړي

واشنګټن - امریکايي چارواکي په دې غور کوي چې له برتانیې څخه ټولو مسافرو نه به د کورونا د منفي ټېسټ ثبوت غواړي.‌

خبري رسنۍ وايي، د سپینې ماڼۍ د کورونا کاري ځواک د ګل یا دوشنبې په ورځ سره کتلي او په دې یې سره خبري کړي چې له ټولو مسافرو څخه به مخکې له دې چې له برتانیې څخه امریکا ته روان شي د کورونا ټېسټونو وغواړي چې له سفر څخه یې ۴۸ ساعته مخکې کړي وي.

د دغه نوي کار وړاندیز په داسې حال کې شوی چې شاخوا ۴۰ هېوادونو له برتانیې څخه وروسته له هاغې د مسافرو ورتګ ځنډولی چې په دغه هېواد کې په چټکۍ سره د کورونا د یو نوي ډول د خپرېدو راپورونه خپاره شول.

امریکا که څه هم له برتانیې څخه الوتنې نه دې ځنډولې خو د نیویارک والي انډریو کوامو ویلي، هغه له هوايي شرکتونو څخه غوښتي دي چې مخکې له دې چې له برتانیې څخه په الوتکه کې مسافر کښیني باید د کورونا د ټېسټ پایله یې وکتل شي.‌

د وېرجن اټلانټیک، برېټش اېروېز او ډیلټا اېرلاین هوايي شرکتونو د کوامو غوښتنه منلې ده.

په لویدیځ کې د سیاټل والي جې انسلې د ګل یا دوشنبې په ورځ د ټولو هغو مسافرو لپاره د ۱۴ ورځني قرنطین امر وکړ څوک چې له برتانیې او جنوبي افریقا څخه دغه ایالت ته ورځي ځکه په جنوبي افریقا کې هم د ویرس ورته بدلون لیدل شوی دی.

د امریکا د الرژۍ او ساري ناروغیو د ملي انسټیټیوټ مشر ډاکټر انتوني فاوچي د ګل په ورځ وویل، دا هم امکان لري چې د کورونا نوی ډول ښايي له مخکې څخه په امریکا کې وي.

د روغتیا نړیوالې ادارې د ګل په ورځ د کورونا د نوي ډول په اړه لوی خبرداری ورکړی خو ویلي یې دي چې داسې شواهد نشته چې د کورونا وایرس نوی ډول به له اوسني څخه ډېر مرګونی وي او د وبا په حالاتو کې د وایرس داسې بدلونونه یو طبعي خبره وي.‌

په ډبلیو اچ او کې د بیړنیو حالاتو مشر مایک راین له جنیوا څخه انلاین غونډې ته وویل،

"دا ډېره مهمه ده چې خلکو ته ووایو څرنګه چې دا وایرس دی خو دا هم مهمه ده چې ووایو چې دا د وایرس د تکامل یو نورمال حالت دی."

د کورونا واکسین په ډګر کې وروستي پرمختګونه:

د وایرس د نوې بڼې له رامنځ ته کېدو سره د فایزر بایوټېک او مډرنا لخوا د کورونا نوي جوړ شوي واکسینونه تر سیوري لاندې راغلي.

په امریکا کې د مډرنا لخوا روغتونونو ته نېږدې ۶ میلیونه ډوزه واکسینونه استول شوي دي او د روغتیا ملي انسټیټیوټ زیاتوي چې د فایزر بایوټېک لخوا هم ۲.۹ میلیونه ډوزه واکسین تېره اونۍ استول شوی دی.

ددغو واکسینونو ورکړه له روغتیايي کارکونکو او په نرسینګ روم کې د استوګنو کسانو لپاره پیل شوې ده.

اروپايي ټولنې د ګل یا دوشنبې په ورځ د فایزر بایوټېک واکسین ته په دغه د ۲۷ هېوادونو په بلاک کې وروسته له هاغې اجازه ورکړه چې د اروپايي ټولنې طبي ایجنسۍ وویل چې یاد واکسین د کیفیت او خونديتوب معیارونه پوره کوي.‌

د اروپايي کمېسیون مشر اورسالا وون دېر لیین وویل، ټاکل شوې ده چې د واکسین د لېږد چارې به د شنبې یا خالي‌ په ورځ پېلېږي او د واکسین ورکولو بهیر به د ډیسمبر د ۲۷ او ۲۹ نېټې ترمنځ پیل شي.

هغه زیاته کړه، "دا ډېره ښه لاره ده چې دا سخت کال پرې پای ته ورسول شي او بلاخره د کورونا د پاڼې اوړېدل پیل شي."

همدارنګه د والسټریټ جورنال د ګل یا دوشنبې په ورځ راپور ورکړی چې د چینايي کمپنۍ سېنواک بایوټېک لخوا جوړ شوی واکسین په برازیل کې په خپل وروستي ازمېښت کې اغېزناک بلل شوی.

دغه جورنال وايي، یاد واکسین په اندونیزیا او ترکیه کې هم ازمویل شوی او ویل شوي‌ دي چې د برازیل چارواکي به د واکسین د اغېز اندازه د شورو یا چهارشنبې په ورځ اعلان کړي.‌

په نړۍ کې د کورونا د نوي ډول د خپرېدو او د واکسینونو په اړه وروستي پرمختګونه په داسې حال کې کېږي چې په کورونا د اخته کسانو شمېر له ۷۷ میلیونو او د مړو شمېر له ۱.۷ میلیونو څخه اوښتی دی.

په دغه وایرس باندې په پاکستان کې د اخته کسانو شمېر ۴۶۰۰۰۰ او د مړو شمېر له ۹۴۰۰ څخه اوښتی دی. دغه راز په افغانستان کې پرې تر اوسه پورې تر ۵۱۰۰۰ کسانو د اخته کېدو او د څه باندې ۲۱۰۰ نورو د مړو کېدو خبر ورکړل شوی.