شاته

'د چاردرې ولسوالۍ امنیه قوماندان او ۴ پولیس د طالبانو برید کې وژل شوي'

د کندز ځايي مسؤلین وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه ددې ولایت په چاردرې ولسوالۍ بريد کړی.

د کندز د ولايتي شورا رئيس محمد يوسف ايوبي نن سې شنبه ډسمبر ۲۲ (مرغومې دوهمه) وویل چې په دغه بريد کې د چاردرې ولسوالۍ د امنيې قوماندان په ګډون څلور تنه پوليس وژل شوي دي.

هغه وايي چې د چهاردرې د امنيې قوماندان محمد عمر هغه وخت له دريو نورو پوليسو سره ووژل شو چې د عربانو په کلي کې وسله والو طالبانو پر امنيتي پوسته برید کړی و او هغه يې د مرستې لپاره روان و.

ايوبي وايي چې يوولس تنه نور پوليس په دغه بريد کې ټپيان شوي هم دي.

د کندز ولايت د والي وياند عصمت الله مرادي په چاردرې ولسوالۍ کې د طالبانو په بريد کې د درې تنه پوليسو د وژل کيدو او ۲ نورو د ټپي کيدو خبر تاييدوي او وايي چې کيدای شي د چاردرې ولسوالۍ د امنيې قوماندان په بريد کې وژل شوی وي.

هغه وايي چې په دغه جګړه کې ۵ تنه طالب وسله وال وژل شوي او ۳ تنه نور يې ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو د دغه بريد پړه پرغاړه اخيستې او وايي چې تیره شپه يې د عربانو سیمه کې د افغان دولت ۲ امنيتي پوستې له منځه وړي او په مرستندويه قواو يې هم برید کړی.

طالبان په دغه بريد کې د امنیې قومندان او ۲ نورو پوليسو په ګډون د ۱۹ تنو د وژل کيدو ادعا کوي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.