شاته

د امریکا کانګریس د کرونا ویروس د مرستو دویمه لایحه منظوره کړه

د امریکا د کانګریس غړیو د کرونا ویروس د مرستو او د حکومت د لګښتونو د بودیجې لایحه منظوره کړله.

په لایحې ۹ ملیارده ډالر د کرونا د ویروس مرستې او ۱.۴ ټریلیونه د حکومتي لګښتونو بودیجه شامله ده.

د امریکا د خزانې وزیر سټیون منوچن ویلي چې اکثریت امریکایان به ښایي ډیر ژر مرستې تر لاسه کړي. ویل کیږي چې دا ځل به هغو امریکایانو ته ۶ سوه امریکایي ډالر ورکړل شي چې کلنی عاید یې د ۵۷ زرو ډالرو پورته وي.

حکومت د همدې کال د مارچ په میاشت کې هم د کورنیو سره سړي سر ۱۲ سوه امریکایي ډالره مرسته کړې وه. حکومت د اتلسو کالونو کم عمره ماشومانو ته هم ۴ سوه ډالر ورکول.

ټاکل شوې چې جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ به په راتلونکو څو ورځو کې دا لایحه لاسلیک او په قانون به یې بدله کړي.

حکومت پداسې وخت کې د کرونا ویروس د مرستو دویمه جوپه تصویبوي چې په امریکا کې د کرونا ویروس د دوشنبې، ډسمبر ۲۱ (مرغومي۱) تر ماښامه ۱۸ ملیونه کسان نیولي او ۳۱۹ زره نور یې مړه کړیدي.

په نوې لایحې کې همدارنګههغو کسانو ته تر ۱۱ اوونو پورې هره اوونۍ ۳ سوه امریکایي ډالر ورکول کیږي چې د کرونا ویروس له وجې بې روزګاره شویدي. د محلي پوهنتونونو او ښوونځیو سره ۸۲ ملیارده ډالر مرستې هم پکې نغښتي دي.

په تازه منظورې شوې لایحې کې ۲۵ ملیارده ډالر د کورونو د کرایې مرستې هم شاملې دي. په لایحې کې همدارنګه ۴ ملیارده ډالر یو شمیر هیوادونو ته ورکول کیږي چې د کرونا ویروس ضد واکسین پرې واخلي.

د استازو د مجلس رئیسې او د سنا په مجلس کې د دیموکرات ګوند مشر چک شومر د لایحې د منظورۍ نه وروسته خبریالانو ته وویل چې دا لایحه لومړنی اقدام دی خو د داستان پای ندی. هغوي ویلي "هر څوک چې فکر کوي دا لایحه بسنه کوي، پدې خبر ندي چې په امریکا کې څه روان دي. "

منتخب جمهور رئیس جو بایډن هم د دواړو ګوندونو لخوا د لایحې منظورول ستایلي دي او ویلي یې دي چې "دا یې پیل دی".

په کانګریس کې پدې لایحې کار د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو لخوا په یو شمیر موضوعاتو د اختلافاتو له وجې ځنډیدلی و. جمهوري غوښتونکو د کاروبارونو لپاره د خوندیتوب غوښتنه کوله خو دیموکراتانو ورسره مخالفت درلود او پدې لایحې کې هم ندی شامل.

او دیموکراتانو بیا د ایالتي او محلي حکومتونو سره د اضافي مرستو غوښتنه کوله چې دا هم په لایحې کې برخه نلري.

د حکومت د لګښتونو ۱.۴ ملیارده ډالر به د حکومت لپاره د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر تر میاشتې پورې بودیجه برابره کړي.