شاته

ترکیه د اسرائیل سره دیپلوماتیکي اړیکې عادي کوي

په بهرنیو چارو کې د ترکیې د جمهور رئیس سلاکار مسعود کاسین وایي ښایي د ۲۰۲۱ کال د مارچ په میاشت کې د اسرائیل سره دیپلوماتیکې اړیکې په بشپړه توګه د سره پیل شي.

ښاغلي کاسین د اسرائیل سره د خبرو اترو په هکله وویل که اسرائیل یو ګام واخلي ترکیه به دوه ګامه واخلي. د ترکیې دغه چارواکي وویل که د اسرائیل لخوا ورته مثبته اشاره ورکړل شي، په اسرائیل کې به خپل سفارت بیرته پرانیزي او سفیر به هم ور ولیږي.

د ترکیې او اسرائیل اړیکې په ۲۰۱۰ کال کې وروسته تر هغه خړې پړې شوې چې اسرائیلي ځواکونو په هغو کښتیو ډزې وکړلې چې د فلسطین طرفدارو فعالینو غوښتل د غزې تړانګې ته بشري مرستې ورسوي.

په ډزو کې د ترکیې ۹ اتباع وژل شوي وو.

د امریکا متحده ایالاتو په جدي توګه کوښښ کاوه چې د ترکیې او اسرائیل اړیکې ورغوي خو د دې پیښې نه وروسته د هغوي اړیکې هیڅ وخت په بشپړه توګه ونه رغیدې.

د دې تر څنګ ترکیې وروسته تر هغه د اسرائیل نه خپل سفیر وروغوښت کله چې د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ بیت المقدس د اسرائیل د پایتخت په توګه په رسمي توګه وپیژانده او اسرائیلې ځواکونو فلسطیني مظاهره چیان وځپل.

اسرائیل هم د ترکیې په ځواب کې د هغه هیواد نه خپل سفیر وایسته.

د ترکیې نه وړاندې عربي متحده اماراتو، بحرین او سودان هم د امریکا په منځګړتوب د اسرائیل سره دیپلوماتیکې اړیکې د سره پیل کړلې.

جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د امریکا د برحال جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سره ښه ناسته پاسته درلوده خو ښایي د جو بایډن اداره به د انقرې سره یو څه ستونزمنه رابطه ولري.

خو په بهرنیو چارو کې د جمهور رئیس اروغان سلاکار مسعود کاسین بیا وایي چې د بایډن ټاکل کیدل به د اړیکو په رغاونې کې مرسته وکړي.