شاته

په خوست کې د ماین چاودنې پنځه تنه وژلي 

د خوست امنيتي چارواکي وايي د صبریو په ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ماین په چاودنې کې پنځه کسان وژل شوي دي.

د خوست ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال داود امين وايي، پدې چاودنه کې چې نن غرمه مهال د صبریو ولسوالۍ د یعقوبیو په ښارګوټي کې شوې، څلور ملکيان او يو د اردو بریدمل پکې وژل شوي دي.

امنیه قوماندان داؤد امين امريکاغږ ته وويل: «په چاودنه کې چې هدف يې د ملي اردو سرتېري وو، شپږ ملکیان او يو د اردو سرتېری پکې ټپيان شوي هم دي.»

د سیمې یو اوسیدونکي فصیح الله امریکاغږ ته وويل، چې په وژل شویو کې د ښوونځي دوه زده کوونکي هم دي.

تر اوسه د دې بمي چاودنې مسؤليت چا پرغاړه نه دی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو په دې هکله څه ويلي دي.

په دې وروستیو کې د کابل په ګډون د افغانستان په مختلفو برخو کې د سړک د غاړې او د چسپکي ماینونو چاودنې زیاتې شوي دي چې اکثر قربانیان یې د ماشومانو او ښځو په ګډون ملکي وګړي دي.

نن د سه شنبې په ورځ د کابل ښار په اوومه ناحیه کې هم د چسپکي ماین د چاودنې په پیښه کې پنځه تنه وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.