شاته

د آقینې– اندخوی د اوسپنې پټلۍ جوړولو چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوي

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ خپلواکه اداره وايي چې د اقینې-اندخوی د اوسپنې پټلۍ د جوړولو چارې لږ تر لږه ۸۵ سلنه بشپړې شوي دي.

د شنبې په ورځ ډسمبر ۱۹(لېندۍ ۲۹)د دغې ادارې په یوې خبرپاڼې کې راغلي دي چې د دغې ۳۱ کیلو مټره اوږدې پټلۍ کار به په راتلونکو څو میاشتو کې بشپړ شي.

خبرپاڼه زیاتوي: "د دغې پروژې ګټه اخیسته د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د کورنۍ شبکې رامنځ ته کېدو لپاره لوی ګام دی."

دغه پروژه د افغانستان حکومت د پراختیايي بودیجې له خوا تمولیږي.

د اقینې-اندخوی د اوسپنې پټلۍ د سروې او ډیزان لړۍ تېر کال پای ته رسېدلې.

که څه هم په وروستیو دوو لسیزو کې له افغانستان سره میلیارډونه ډالر مرسته وشوه خو دغه هېواد لا هم د اوسپنې پتلۍ کورنۍ شبکه نه ده بشپړه شوې.

افغانستان اوس د ازبکستان، ترکمنستان، چین او د ایران د اوسپنې پټلۍ شبکې سره نښلول شوی دی٠

تر دا مهاله په زرګونه ټنه بیلابېل توکي د اوسپنې پټلۍ له لارې افغانستان ته وارد شوي دي.