شاته

خلیلزاد: بین الافغاني جګړې او وژنو مشروعیت بایللی دی

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د امریکا متحده ایالاتو ـ طالبانو د هوکړه لیک او د امریکا او افغان حکومت تر ګډې اعلامیې وروسته بین الافغاني جګړې مشروعیت بایللی دی.

زلمي خلیلزاد د یادو څرګندونو ترڅنګ یو ځل بیا په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی غندلی او له ښکېلو اړخونو څخه یې د ژر تر ژره کمولو او اوربند ټينګولو غوښتنه کړې ده.

نوموړي تېره شپه ډسمبر۱۹(لېندۍ۲۹) په دې اړه پر خپل ټویټر لیکلي:"د متحدو ایالتونو – طالبانو د هوکړه-لیک، د متحدو ایالتونو – افغانستان د ګډې اعلامیې، سولې او د بین الافغاني مذاکراتو پیل نه د پراخ نړیوال ملاتړ په شتون کې، په ډیرو افغانانو کې چې سولې او امنیت ته اړتیا او هیله لري، بین الافغاني جګړې او وژنو مشروعیت بایللی دی."

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک د روان ۲۰۲۰ کال فبرورۍ میاشتې پر۲۹مه نېټه په دوحه کې لاسلیک شو.

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې په دې وروستیو کې د افغانانو وژنه او مړینه ډيره عامه شوې ده.

نوموړي د بېلګې په توګه د تیرې جمعې په ورځ د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د یوې چاودنې پرمهال د ۱۵ افغان ماشومانو وژنې ته په اشارې ویلي چې د جګړې ښکېل لوري باید د ملکیانو د ژوند ژغورلو لپاره د ناچاوده توکو او ماینونو پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي.

هغه که څه هم د کوم چا نوم نه دی یاد کړی، خو زیاته کړې ده«هغوی» چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالي او نفاق ته لمن وهي باید رد شي.

زلمي خلیلزاد همدارنګه پر افغان حکومت او طالبانو غږ کړی چې د خلکو غوښتنو په پام کې نیولو سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره ژر تر ژره یوې سیاسي هوکړې ته ورسیږي.

نوموړي زیاته کړې:"اسلامي جمهوریت او طالبان باید د خپلو خلکو د غوښتنو درناوی وکړي او هر څومره ژر چې شونی وي، یوه سیاسي توافق ته ورسیږي. متحده ایالتونه د افغانستان له خلکو سره ولاړ دی."

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړ چې په تېرو درې میاشتو کې د طالبانو په بریدونو کې ۴۸۷ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۰۴۹ نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.